ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ پيل شوې

خوست کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ پيل شوې

author avatar
17 Nov 2022 - 14:32
خوست کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ پيل شوې
author avatar
17 Nov 2022 - 14:32

خوست ښار (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): په خوست کې د شپږو ولايتونو ترمنځ د نېزه ‌وهنې سيالۍ پيل شوې چې لسګونو لوبغاړو پکې ګډون کړی دی.

دغه سيالۍ چې د افغانستان د بدني روزنې د اس ځغلونې او نېزه وهنې فدراسيون له خوا د یاد ولايت په اسماعېل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې جوړې شوې، دوې ورځې به روانې وي.

د افغانستان د اس ځغلونې او نېزه وهنې فدراسيون رييس غلام سرور جلال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيالۍ يې د نېزه وهنې لوبې د پرمختګ او پراختيا په موخه جوړې کړې دي.

ده په خپلو خبرو کې وويل، پلان لري چې دا ډول سيالۍ په نورو ولايتونو کې هم جوړې کړي، څو نړۍ ته د نېزه وهنې لوبه – چې له ډېر پخوا په هېواد کې کېږي- ور وپېژني.

خوست، پکتيا، پکتيکا، غزني، ميدان وردګ او زابل هغه شپږ ولايتونه دي چې لوبغاړو یې د نېزه وهنې په دغو سياليو کې ګډون کړی دی.

د زابل د نېزه وهنې يوه لوبغاړي بهايي جان پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دی چې په دغو سياليو کې برخه اخلي خو زياتوي چې تر دې دمه د نېزه وهنې لوبې ته مسوولينو دومره پاملرنه نه ده کړې.

ده له مسوولينو غوښتنه وکړه چې دا ډول سيالۍ دې دوامدارې شي څو دا لوبه پرمختګ وکړي.

هغه وايي: «غوښتنې مو دا دي چې دغه نيزه بازي همداسې دوام پسې پيدا کړي، دا تاريخي لوبې دي، موږ په جشنو کې لوبېدلي یو، د ظاهرشاه بابا په وخت کې زما پلار لوبېدلی دی په جشن کې، خو تراوسه پورې موږ ته پاملرنه نه وه شوې.»

د پکتيکا د نېزه وهنې يوه لوبغاړي محمدصديق بيا پژواک اژانس ته وويل، یوازینۍ ستونزه چې د نېزه وهنې لوبغاړي ورسره مخ دي، په ولايتونو کې د دې لوبې لپاره د معياري لوبغالو نشتوالی دی.

دی زياتوي: «له فدارسيون مو غوښتنه دا ده چې موږ ته يو داسې ميدان جوړ کړي چې موږ هلته اسان وځغلوو، اوس له له مجبورۍ په شخصي ځمکو يا کرنيزو ځمکو کې لوبې کوو.»

د نېزه وهنې فدراسيون مسوولينو د معلوماتو له مخې، له دې سياليو – چې ښايي د هېواد په نورو ولايتونو کې هم وشي – د نيزه وهنې ملي لوبډلې ته به شاوخوا ۳۰ لوبغاړي ټاکل کېږي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.