په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۹ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه شاوخوا ۸۶۵۹ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښمو د پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه شاوخوا ۸۶۵۹ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښمو د پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د څه باندې څوارلس میليون افغانيو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
روسيه وايي، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته یوه اونۍ وروسته د نومبر په ۱۶مه (راتلونکې چهارشنبه) په مسکو کې جوړه شي.
مرضیه او هاجر هغه نجونې چې پر کاج ښوونیز مرکز برید کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې، اوس یې کورنۍ د خاطرو ژوندي ساتلو لپاره د هغو پر قبرونو کوچنی کتابتون جوړ کړی دی.
د مالیې وزارت وايي، د تقاعد شوو کسانو د حقوقو ورکړې طرحه د کابینې له خوا تصویب شوې او تر توشيح وروسته به تطبیق شي. د پژواک د راپور له مخې، يو شمېر متقاعدینو د…
په ميدان وردګو او لغمان کې له ۱۱۴۸۵ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او اروزګان کې له څه باندې ۳۰۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې. د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د میدان وردګو په…
د کورنیو چارو سرپرست وزیر زابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له چارواکو غوښتي چې دولتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانيزي او د ستونزو د حل لپاره یې…
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، یوازې سږ کال د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته نږدې دوه میلیارد ډالر زیان اوښتی دی. د دې ادارې د اقلیمي بدلون مشر روحالله امین نن په کابل…
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سرکار سيمه کې د سردار ګلمحمد خان صنتعي ښارګوټي کې د پنبې پروسس او غوړیو د تولید یوې نوې فابریکې فعالیت پيل کړ. د یادې فابريکې مشر حاجي…
د بریتانیا حکومت ویلي وو چې پوځیانو یې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ هلمند کې ۱۶ ماشومان وژلي او کورنیو ته یې تاوان ورکړی، خو د راپورونو له مخې، دغه شمېر تر دې څلور…
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پاکستان لومړنۍ لوبډله شوه چې پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. د کرکټ شل اووریز جام سیالیو په لړ کې نن لومړۍ نیمه پایلوبه د…
د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک ډبرو سکرو کان کې د کاربن مونواکساید ګاز خپرېدو له امله درې کان کیندونکي مړه شوي دي.
د جلالاباد ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو سيمو کې د غږيزې ککړتيا مخنيوي په موخه له کراچۍ لرونکو د لوډسپېکرونو ټولولو کمپاين پيل کړى دى.
د تخار د رستاق ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، د «شاهواقف» تاریخي ابده چې ۹۵۰ کاله لرغونتوب لري، د حکومت نه پاملرنې له امله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.
د ننګرهار د کرنې او د کليو پراختيا رياستونو له لوري د شاوخوا لس ميليون افغانيو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې کار پيل او د بلې چارې بشپړې شوې.
د افغانستان بانک وايي، راتلونکې شنبې (د لړم ۲۱مه) شاوخوا ۱۴ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، په ژمي کې افغانستان کې ۱،۱ ميلیون وګړو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته څه باندې لس میلیون امریکایي ډالر ځانګړي شوي دي.
د افغانستان بانک مرستیال ویاند وایي، نوي چاپ شوي بانکنوټونه کابل ته را رسېدلي، خو د څومره والي په اړه یې تر اوسه ده ته معلومات نه دی ورکړل شوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان وروستيو حالاتو ته ډېره پاملرنه نه کوي. هندي رسنۍ (ټایمز اف انډیا) خبر…
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو ګوند ځینو استازو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) ته لیکونه استولي. امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د…
د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور او د افکو شرکت رئیس محمود کرزي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دی ممنوع الخروج اعلان شوی دی.