ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جمهوري‌غوښتونکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو په اړه له سیګاره معلومات غوښتي

جمهوري‌غوښتونکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو په اړه له سیګاره معلومات غوښتي

author avatar
9 Nov 2022 - 02:06
جمهوري‌غوښتونکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو په اړه له سیګاره معلومات غوښتي
author avatar
9 Nov 2022 - 02:06

اټلانټا (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو ګوند ځینو استازو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) ته لیکونه استولي.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د استازو مجلس غړي جیمز کامر چې په دغه مجلس کې د څارنې کمېټې غړی هم دی، له بل استازي ګلین ګروتمان سره یو ځای د سیګار دفتر ته لیک استولی او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو په اړه یې په کې د معلوماتو او اسنادو غوښتنه کړې ده.

جمهوري غوښتونکي په داسې حال کې معلومات او اسناد غواړي چې د سیګار مشر جان سوپکو په خپل تازه راپور کې ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو په ګډون ګڼ شمېر فدرالي ادارې ورسره د معلوماتو شریکولو په برخه کې پوره همکاري نه کوي.

د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر غواړي د هغو شاوخوا ۱.۱ میلیارد ډالرو په هکله پلټنې وکړي چې د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې په افغانستان کې یې د طالبانو د واک ته رسېدو راپه دېخوا له افغان ولس سره د ملاتړ لپاره لګولي دي.

سوپکو په خپل راپور کې همدارانګه شکایت کړی و چې دفتر یې د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو د ګڼ شمېر ادارو د نه همکارۍ له کبله نه شي کولای چې په دې ربع کې کانګریس او د امریکا ولس ته د حکومت د لګښتونو په هکله راپور ورکړي.

Visits: 506

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.