د تخار اوسېدونکي: په دغه ولایت کې د سونتوکو بیې دوه برابره لوړې شوې
د تخار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سونتوکو د بیو له دوه برابره لوړوالي شکایت کوي او وايي چې د پېرلو توان یې نه لري.
د تخار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سونتوکو د بیو له دوه برابره لوړوالي شکایت کوي او وايي چې د پېرلو توان یې نه لري.
د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله په دغه روغتون کې تر ۱۴۰۰ ډېر ټپیان ثبت شوي دي.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سریلانکا له افغانستان څخه لوبه وګټله.
د کابل نیوز ټلویزیون مسوولين وایي چې دغه ټلویزیون د ځينو ستونزو له امله نن خپل نشرات ودرول.
د ماشومانو ژغورنې اداره د دې ترڅنګ چې وايي، افغان ماشومانو کې «خطرناکه» خوارځواکي تر ۵۰ سلنه ډېره شوې ده، پر نړیوالو غږ کړی چې پر افغانانو درول شوې مرستې دې بېرته خوشې کړي.
ترکیې د روان کال له پیله تراوسه پورې، ۴۰ زره او ۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي له دغه هېواده اېستلي او کابل ته یې لېږدولي دي.
د کرکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې استرالیا ایرلنډ ته ماتې ورکړه.
په ميدان وردګو، باميان، لغمان، لوګر او غزني ولایتونو کې له څه باندې ديارلس نیم زرو کورنيو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال له افغانستانه ۳۰زره ټنه د هنجې تخم او لاسي صنایع هند ته صادر شوي او هڅې روانې دي څو له دغه هېواد سره سوداګريزې اړيکې پراخې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲ ټنه د جلغوزي مغز لومړنۍ جوپه له هرات ولایت څخه المان هېواد ته صادر شوې ده.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې د تخار د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د پښتنو، تاجکو او ازبکو ترمنځ د کورونو پر سر شخړه حل شوې او د کرنيزو ځمکو د ستونزو د حل په موخه يې یوه ځانګړې محکمه جوړه شوې ده.
د خوست ولايتي مسوولين وايي چې له پخواني حکومته پاتې پر لسګونو نيمګړو پروژو به په نږې راتلونکي کې کار پيل شي.
د زابل په مرکز کلات کې د واده یو مازدا او ټېلر موټر ټکر شوي چې له امله یې ۳۲ کسان ټپيان شوي، په ننګرهار کې بیا د جلالاباد- تورخم پر لار د ټېلر موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر په پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو په لړ کې خپله څلورمه لوبه سبا (سه شنبه) د سریلانکا پر وړاندې ترسره کوي.
په زابل کې د میرویس نیکه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې چې پنځه ورځې به دوام ولري.
د فراه امنیه قومانداني وايي، نن د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو یو رنجر موټر چپه شوی چې له امله يې دوه امنیتي کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
د لغمان چارواکي وایی، د دغه ولایت په الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د نږدې لس میلیون افغانیو په ارزښت د دوو پروژو کارونه پيل شول.
د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو اووه مياشتو کې په دغه ولايت کې ٢٤٠٠ کسان پر رواني ناروغيو اخته شوي چې ډېرى يې ښځې دي. د بغلان د عامې روغتیا ریاست د رواني ناروغیو…
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې يوه پلار خپل زوی وژلى خو قاتل نيول شوى دى.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې لړم میاشتې په وروستیو دوو ورځو کې له ایران څخه ۴زره ۸۲۲ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د جوزجان ولايت کروندګر سږ د تېر کال په پرتله د خپلو پيازو حاصلاتو د ډېروالي خبره کوي او له حکومته غواړي چې لا ډېر ملاتړ یې وکړي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، د اروزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۳ روغتیايي مرکزونو ودانۍ- چې په تېرو جګړو کې نړېدلې- بېرته رغوي او د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته یې…
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، په دغه ولايت کې د جلغوزیو حاصلات ډېر شوي؛ خو سوداګر بيا وايي، که د پروسس او راټولولو عصري وسايل او نړۍوال بازار ورته برابر نه شي…