جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار امنیې قوماندانۍ په تېره یوه میاشت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۹۴ کسان نیولي دي.
دغه کسان چې وسلې، موټرونه، مهمات، جعلي تذکرې او نور د جعلکارۍ او جنايي پېښو اړوند وسايل هم ورسره نیول شوي نن د مرغومي په ۱۱مه د ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې خبريالانو ته وښودل شول.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مرستيال حافظ بلال په دې اړه په جوړه شوې خبري غونډه کې وویل، چې د قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو، ترهګرۍ، نشه يي توکو، او کورني امنيت پر وړاندې د مبارزې پوليسو په تېره يوه مياشت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۹۴ کسان نيولي دي.
هغه زياته کړه، د نیول شوو له ډلې ۱۶۵ کسان په جنايي جرمونو تورن دي چې د قتل، اختطاف، فرېبکارۍ او اخلاقي فساد پېښې په کې شاملې دي.
د قوماندانۍ مرستيال وايي: ((دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې مديريت منسوبينو هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۶ کسان نيولي چې ۱۷ ميله وسلې او نور مهمات ورڅخه تر لاسه شوي دي.))
د ده په خبره، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې څانګې منسوبينو هم تېره مياشت په بېلابېلو عملياتو کې ۱۷ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نيولي چې ډېره اندازه نشه يي توکي او دوه عرادې موټرونه هم ورڅخه تر لاسه شوي دي.
وموړی وايي، د امنيه قوماندانۍ د کورني امنيت پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۶ کسان نيولي چې جعلي تذکرې، د پاکستان جعلي شناختي کارتونه، ۴۲ جعلي مهرونه او مختلف جعلي اسناد ورڅخه ترلاسه شوي دي.
هغه ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د ورته پېښو د مخنيوي لپاره جدي هڅې کوي او چا ته به اجازه ور نه کړي چې د ټولنې رواني او فزيکي امنيت خراب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار اوسېدونکي په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو او د نشه يي توکو له پلور څخه شکايت کوي او له امنیتي ادارو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
Visits: 148
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن