ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د صفونو د تصفیې کمېسیون فعالیت پیل کړ

بدخشان کې د صفونو د تصفیې کمېسیون فعالیت پیل کړ

author avatar
6 Jan 2022 - 15:37
بدخشان کې د صفونو د تصفیې کمېسیون فعالیت پیل کړ
author avatar
6 Jan 2022 - 15:37

فیض‌اباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): د امربالمعروف او نهی عن المنکر په ګډون له اړوند ادارو جوړ د صفونو د تصفیې کمېسیون په بدخشان ولایت کې فعالیت پیل کړ.

د بدخشان امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابو عمر نن وویل، یاد کمېسیون چې مرستیال والي یې مشري کوي، د امنیتي سرتېرو په لیکو کې د استفاده کوونکو کسانو د پېژندلو او د هغو د لرې کولو په موخه جوړ شوی دی.

هغه وايي: ((هغه کسان چې جرمي سابقه لري او د اربکي په نوم یې د تېر جمهوري نظام پر مهال خلک ځورولي وي، یا یې له خلکو ناقانونه پیسې اخیستې وي او اوس د مجاهد او امارت له نوم استفاده کوي یا نور هغه کسان چې د جرم په تور تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې وي د مجاهدینو له لیکو ایستل کېږي.))

د بدخشان د اطلاعات او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، یاد کمېسیون به په بدخشان ولایت کې د استخباراتو ریاست، امنیې قوماندانۍ نظامي ځواکونه او د دویمې پلې لوا جزوتامونه وڅېړي، امنیه قومانداني به د یاد کمېسیون د تصفیې له جریانه څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې دغه کمېسیون تر راتلونکو دوو اونیو په بدخشان کې خپلو څېړنو ته دوام ورکړي او د اجرااتو د څرنګوالي په اړه به بشپړ معلومات ورکړي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.