ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۱ تنه ټپيان شوي

کندوز کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۱ تنه ټپيان شوي

author avatar
7 Jan 2022 - 11:20
کندوز کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۱ تنه ټپيان شوي
author avatar
7 Jan 2022 - 11:20

کندوز (پژواک، ۱۷ مرغومې ۱۴۰۰): د کندوز روغتيايي مسوولین وايي، چې په ياد ولايت کې د يوه ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

پېښه پرون مازديګر د ياد ولايت خان آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د کندوز خان آباد ولسوالۍ د عامې روغتيا مسوول محمدصابر اسرار وايي چې په ټپيانو کې يو ماشوم او يوه مېرمن هم شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې ياد مسافروړونکی موټر له کابل څخه تخار ته پر لاره و چې پرون مازديګر د خان آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې چپه شوی دی.

اسرار وايي چې روغتيايي ټيم د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلی او ټپيان يې د يادې ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.

د نوموړي په خبره، د درېيو تنو ټپيانو وضعيت نازک دی چې د ښې درملنې لپاره د کندوز ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.