کندهار (پژواک، ۱۷مرغومې ۱۴۰۰): د کندهار امنيتي مسوولين وايي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې سلګونه بوتله شراب نيولي دي.
د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمدآصف حکيمي پژواک خبري آژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو وړمه ورځ د کندهار ښار پنځمې حوزې سيمه کې یې ۴۸۳ بوتله شراب نيولي دی.
سرچينه زياتوي چې د پېښې په تړاو دوه تورن کسان هم نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې يادو کسانو شراب له سپين بولدک ولسوالۍ څخه راوړي و او غوښتل يې چې کابل ته يې انتقال کړي.
Hits: 371
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن