Language

کرکټ بورډ د ۱۴ ولایتونو استازي له دندو لرې کړي

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته یې د ۱۴ ولایتونو استازي له دندو لري کړي او یاد بستونه یې د ازادې سیالۍ له لوري اعلان ته ورکړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې چې پژواک ترلاسه کړې راغلي چې د کابل، پروان، میدان وردګ، ننګرهار، بدخشان، پکتیا، کونړ، کندوز، سرپل، سمنګان، بامیان، نیمروز، فاریاب او کاپیسا ولایتونو استازي یې له دندو لرې کړې دي.

سرچینې د یادو ۱۴ استازو د لرې کېدو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له نورو ځوانو به ازموینه واخلي او د ازادې، شفافې، اصولي او قانوني لارې به ترې ازموینه واخلي او یادو ولایتونو کې به یې پر دندو وګوماري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ښې ارزونې په موخه د هېواد د کرکټ لوبو ډګرونو کې د کامرو د نصب بهیر هم پیل کړي.

دغه راز له دې وروسته به د ولایتي کارکوونکو حاضري هم اخیستل کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د شکایتونو او نظرونو د اورېدو لپاره به منظم سیستم جوړېږي او کرکټ بورډ به د ترلاسه کړو شکایتونو د حل لپاره اقدام وکړي.

Related Topics