ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: د ناروې ناستې مذاکرات نه، بلکې د نظرونو اوریدل وو

متقي: د ناروې ناستې مذاکرات نه، بلکې د نظرونو اوریدل وو

author avatar
25 Jan 2022 - 06:16
متقي: د ناروې ناستې مذاکرات نه، بلکې د نظرونو اوریدل وو
author avatar
25 Jan 2022 - 06:16

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰) : د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، چې د ناروې ناستې مذاکرات نه، بلکې د یو بل د نظرونو اوریدل وو.

متقي دغه څرګندونې د ناروې د ناستو په څنډه کې یو شمیر نړیوالو افغاني خبریالانو سره د یوې خبري غونډې پرمهال کړې دي، چې د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا یې ویډیو په ټویټر کې خپره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وویل چې ناروې ته یې سفر ډیر بریالی او له لاسته راوړنو ډک و، هلته یې له افغان شخصیتونو او یو شمیر هیوادونو له استازو سره یې  ښې خبرې او ناستې وکړې،

هغه زیاته کړه : ” دا کوم مذاکرات نه وو، بلکې د افغانستان پر حالاتو د نظریاتو تبادله وه، دیو بل نظرونه مو په سړه سینه واوریدل، هرچا چې مشورې نظریات درلودل، شریک یې کړل ، ګډه اعلامیه مو نشر کړه، چې پکې ټول هغه څه راغلي افغانانو غوښتل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، دا دنوي اسلامي حکومت تګلاره ده.،”

متقي اروپا او د نړۍ نورو هیوادونو تللیو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې  خپل هیواد ته تګ راتګ کولی شي  څو د خپلو هیوادوالو خدمت وکړي،.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي : ” زموږ دغه تفاهم په ټوله نړۍ کې له افغانانو سره دی ، که څوک خفه دي یل خوشحاله دي ټولو سره خبرې کوو، ټول په یوه ټغر راټولوو، ورسره خبرې کوو، څو هیواد کې سوکالي او ارامي رامنځټه شوه.”

دهغه په وینا، له ګڼ شمیر افغان شخصیتونو ترڅنګ یې د  امریکا، پریتانیا، فرانسه، ایټالیا، جرمني قطر او ځینو نورو هیوادونو له استازو سره  یې ګټورې لیدنې درلودلې د  بشري مرستو او  اقتصادي فعالیتونو په برخو کې یې خبرې کړې دي.

ده زیاته کړه، په ټیم کې د ګڼو وزارتونو او افغانستان بانک استازي شته، ټول خپل وړاندیزونه مطرح وکړل.

امیر خان متقي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل : ” جنګ پر افغانستان تحمیل شوی و، موږ له خاورې او دین څخه دفاع کړی دی، ازادي مو واخیسته، یو ښه حکومت رامنځټه شوی ،  جنګي تلفات صفر ته راټیټ شوی دی، د جګړې عامل خارجي و، هغوی چې ولاړل جګړې هم ختمې شوې. ”

په ځانمرګو بریدونو کې د ملکیانو د وژلو په اړه د یوې پوښتنې په  ځواب کې متقي ادعا وکړه چې ډیری ملکي تلفات د بهرنیانو او دولتي ځواکونو په بمباریو او عملیاتو کې اوښتي وو.

د ځینو معترضینو د نیولو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل، هڅه کیږي چې ټول افغانستان کې هیچا ته تکلیف ونه رسیږی، امنیتي او عدلي ارګانونه ځینې کسان  د قانون  په چوکاټ کې راغواړي پر چا تیری نه کیږي.

هغه وویل چې افغانستان به د  اقتصاد او مفاهمې مرکز به وي. جګړه د تل لپاره پای ته ورسیږي، د سیمې هیوادونو، ګاونډیو او نړۍ هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

متقي زیاته کړه، ناروې ته یې راتګ یوه لاسته راوړنه ده او  له نړۍ سره یې مفاهمه پیل کړې ده چې ورسره به بشري مرستې پیل شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ټولشموله حکومت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په حکومت کې د هر قوم، هرې ژبې او هر سمت خلک شته ، دغه راز د تیر حکومت ۵۰۰ زره مامورین شته دي دا خپله یو پرمختګ دی، خو دا کافي نه دی، نور هم کار کوي، چې حکومت نور هم همه شمول شي. خلک قانع شي او ټول خلک ځان په حکومت کې وویني.

د متقي په وینا، هغه نړیوال چې پر اصولو او قوانینو پوهیږي، هغوی مني چې دا د افغانستان داخلي موضوع ده.

د نړیوالو مرستندویه ادارو د امنیت په اړه متقي وویل، پنځه میاشتې کیږي چې چې حکومت ته  راغلي ، تر اوسه هیڅ مرستندویه ادارې ته ستونزه نه ده رامنځته شوې، هره ورځ لسګونه بهرنی اتباع راځي او ځي هر څوک پکې د امنیت په فضا کې کار او خدمت کولی شي.

هغه د یوې بلې پوښتتنې په ځواب کې وویل چې ښځو ته د کار زمینه برابره شوې، په روغتیا وزارت کې ۱۵ زره ښځې کار کوي، په نورو وزارتونو کې هم کوي، د اړتیا په صورت کې ورته نور هم زمینه برابریږي.

نوموړي هغه اوازې رد کړې چې ګوندې د امر بالمعروف وزارت ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي او دا یې هسې تبلیغات یاد کړل.

 

Visits: 729

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.