ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له هالنډ څخه د کرکټ د درېیو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله

افغانستان له هالنډ څخه د کرکټ د درېیو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله

author avatar
26 Jan 2022 - 03:37
افغانستان له هالنډ څخه د کرکټ د درېیو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله
author avatar
26 Jan 2022 - 03:37

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰) : افغانستان هالنډ یا نیدرلنډ ته د کرکټ په درېیمه یوه وځنۍ نړیواله لوبه کې ماتې ورکولو سره د درېيو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.

دا لوبې چې د کرکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه وې، په قطر کې د افغانستان په کوربه توب د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لپاره ترسره شوې.

افغانستان په پرله پسې توګه د درېيمې لوبې پچه هم وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۵۴ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري د لومړي ځل لپاره

لوبېدونکي ریاض حسن ۵۰، نجیب ځدراڼ ۷۰، رحمت شاه ۴۸،  لوبډلمشر حشمت شهیدي ۲۸ او عظمت الله عمرزي ۱۵ منډې جوړې کړې.

د هالنډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۷۹ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۷۵ منډو په توپیر سره وګټله.

په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري قیس احمد درې، راشد خان ۲، فرید ملک، عظمت الله عمرزي، فضل حق فاروقي او مجیب ځدراڼ یو یو لوبغاړي وسوځول.

نجیب ځدراڼ د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغې بریا سره افغانستان له هالنډ څخه د درېیو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله او  د ۶۰ نومرو په لرلو سره د يو ورځنيو لوبو سوپر ليګ جدول کې د استراليا ترڅنګ پنځم ځای خپل کړ چې د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته د لار موندنې په برخه کې اړين دي.

په وروستۍ لوبه کې په افغان لوبډله کې د لومړي ځل لپاره درېیو لوبغاړو ریاض حسن، قیس احمدي او فضل حق فاروقي ته چانس ورکړل شو چې درې واړه ښه وځلېدل.

ملي لوبډلمشر تر دې بریاوو وروسته وویل، د هالنډ پر وړاندې د سیريز ګټل د افغانستان لپاره خورا مهم و، ځکه چې د دې لوبو پاينټونه به د ۲۰۲۳ نړيوال جام په مستقیم ورتګ کې ډېره مرسته کوي.

هغه زیاته کړې: “خوشحاله يم چه زما د کپتانۍ سفر هم د لوبغاړو د زيار او کوښښ په واسطه په برياو سره پيل شو.”

Views: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.