ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لوګر د مرکز پل علم او ازرې ولسوالۍ تر منځ لار دې و رغول شي”

“د لوګر د مرکز پل علم او ازرې ولسوالۍ تر منځ لار دې و رغول شي”

author avatar
29 Jan 2022 - 17:00
“د لوګر د مرکز پل علم او ازرې ولسوالۍ تر منځ لار دې و رغول شي”
author avatar
29 Jan 2022 - 17:00

پل علم (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۰): د لوګر د ازرې اوسېدونکي وايي، له دې ولسوالۍ تر مرکز پل علم پورې غځېدلې لار تېر شل کلونه د ناامنیو له امله تړلې وه چې اوس باید ورغول شي او د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

هغوی زیاتوي، اوسمهال د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په ډېر کړاو تر مرکز پورې تګ راتګ کوي، ځکه اړ دي لومړی د ننګرهار حصارک ولسوالۍ او له هغه ځایه بیا پل علم ته لاړ شي.

د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو د سیمې قومي مشر عبدالرحمن احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ازرې- پل علم لار د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال ډېره خرابه شوې او د طالبانو له خوا تړل شوې وه چې له همدې امله پرې هیچا تګ راتګ نه شوای کولای.

د ده په خبره، د یادې شتونزې له امله د ازرې اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه د اړتیا پر مهال اړ دي لومړی د ننګرهار حصارک ولسوالۍ بیا کابل او بیا د لوګر مرکز پل علم ته لاړ شي چې هم یې وخت ضایع کېږي او هم یې لګښت کېږي.

دی زیاتوي، اوس چې جګړه درېدلې د نوي حکومت چارواکي باید لومړی دا ۹۰ کیلو متره لار ورغوي او وروسته یې د تګ راتګ لپاره پرانیزي.

د همدې ولسوالۍ د سپین کلي د جومات اوسېدونکي داد ګل هم پژواک خبري اژانس ته وویل، چارواکي دې د نوي کال په پیل کې د پل علم- ازرې لار جوړه کړي او په دې توګه دې دا مهمه ولسوالي له مرکز سره ونښلوي.

دی وايي، د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي اړ دي د خپلو رسمي کارونو د اجرا او د توکو د پېر او پلور په موخه اوږد واټن ووهي او د ولایت تر مرکز پورې ځان ورسوي.

دی وايي، دې ستونزې په تېرو شلو کلونو کې دغه ولسوالي له پرمختیايي بهیره هم وروسته پاتې کړې وه چې اوس باید جبران شي.

د لوګر د والي ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، ازره ولسوالۍ د مرکز پل علم ختیځ لوري ته د ۹۰ کیلو متره په واټن پرته ده چې په تېرو کلونو کې د نشه يي توکو د کر او قاچاق په مرکز بدله شوې وه.

هغه زیاتوي، والي د ټولګټو چارو ریاست ته سپارښتنه کړې چې د ازرې ولسوالۍ لار د هوارولو او جوړولو لپاره اقدام وکړي څو دا ولسوالي له مرکز سره وصل شي.

دی وايي، ولایتي ادارې د ازرې تر څنګ د نورو ولسوالیو د لارو جوړولو په تړاو هم د موسساتو له مشرانو سره لیده کاته کړي او هڅه کوي ټولې لارې ورغول شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.