ژبه

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۴۴۸ کسان پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ١٤٠٠): د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۴۴۸ کسان پر کرونا اخته شوي او یو کس د دغې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه ورځ او شپه کې د ۱۹۳۶ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی چې له دې ډلې د ۴۴۸ کسانو نتیجه مثبت وه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې یادې پېښې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د نوموړي په خبره، ۱۱۶ پېښې په کابل، ۵۸ په کندهار، ۵۶ په هلمند، ۴۱ په میدان وردګ، ۳۵ په کاپیسا، ۲۲ـ۲۲ په ننګرهار او پنچشېر، ۲۱ په غور، ۱۳ـ ۱۳ په لوګر، بامیان او بلخ، ۱۲ــ ۱۲ په پروان او کندوز او ۷ــ ۷ په کونړ او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې دي.

نوموړی وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۸ کسان له کرونا ناروغۍ ښه شوي دي.

د هغه په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو کس د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د هغه په خبره، تر اوسه هېواد کې ۱۶۳ زره او ۵۵۵ د کرونا مثبتې پښېې ثبت شوې چې له دې ډلې ۱۴۶زره او ۶۰۸ کسان له کرونا جوړ شوي، ۷زره او ۴۱۷کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع