ژبه

په بلخ کې د کارګرو ماشومانو کچه ٦٠ سلنه لوړه شوې

مزارشريف (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ۲۱۲۷ ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي چې د تېرو کلونو په پرتله ٦٠ سلنه زياتوالى ښيي.

دغه ماشومان چې ډېری یې مزارشریف ښار کې شاقه کارونو باندې بوخت دي وايي چې کورني بې‌وزلۍ، نامعلوم برخلیک او تعلیم ته نه لېوالتیا اړ کړي، ترڅو دغه ډول کارونو ته مخه کړي.

له دغې ډلې یو شمېر ماشومان چې غواړي کسب زده‌کړي، وايي اوونۍ کې سل افغانۍ هم نه ګټي او غواړي یوازې کسب زده‌ کړي ترڅو له دې لارې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

په یادو ماشومان کې له هلکانو سربېره نجونې هم شاملې دي.

میلاد ۹ کلن ماشوم دی، هغه وايي، شپږ میاشتې کېږي چې مستري‌خانه کې شاګرد شوی او پلار یې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی دى.

نوموړی که څه هم اوونۍ کې یوازې ۵۰ افغانۍ ګټي، خو وايي کورنۍ اړ کړی ترڅو یو کسب زده‌کړي.

بسم الله ۱۲ کلن ماشوم دی او د ښوونځي شپږم ټولګي کې زده‌کړې کوي.

نوموړی وايي، یو نیم کال کېږي چې د موټرو ورکشاپ کې کار کوي او پر دې سربېره ښوونځي ته هم ځي، هغه زیاتوي چې اوونۍ کې یوازې ۱۵۰ افغانۍ معاش لري او د کورنۍ له خوا اړ شوی چې دغه کسب زده‌ کړي.

حسین ۸ کلن ماشوم دی، هغه ټوله ورځ یوازې لس یا شل افغانۍ ګټي، نوموړی له کور څخه تر ښاره پلی راځي او د اوبو خالي بوتلونه ټولوي، ترڅو وکولای شي کور ته پرې ډوډۍ یوسي.

هغه وايي چې د ورځې سل یا دوه سوه افغانۍ ګټي او له خپل پلار سره په اقتصادي برخه کې همکاري کوي.

نوموړی وايي: ((زه نه غواړم، ژوند مې دا ډول تېر شي، که حکومت مې لاسنیوی وکړي، نو یوازې خپل درس او تعلیم کوم.))

د بلخ سیمه‌ییز مسوولین هم دا تائیدوي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال د کارګرو ماشومان شمېر ډېر شوى دى.

د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ريیس مفتي نصیراحمد ابو خالد وايي چې په دې وروستیو کې د کارګرو ماشومان شمېر ۲۱۲۷ تنو رسيږي چې د ښار په لسو ناحیو کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ارقام د تېرو دوو کلونو په تناسب ۶۰ سلنه زیاتوالى ښيي.

نوموړی وايي چې دوه کاله وړاندې دغه شمېر یوازې ۹۵۷ ماشومانو ته رسید، خو اوس ورځ تر بلې ډېريږي.

هغه زیاتوي، د بلخ کار او ټولنیزو چارو ریاست د یونیسف سازمان په مرسته او همغږۍ غواړي د دغو ماشومان د کره شمېر لپاره تازه سروې ترسره کړي، تر څو وکولای شي مرسته ورسره وکړي.

نوموړي دغه راز وويل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بودیجې د کموالي او نورو ستونزو له امله نه شي کولای چې له یادو ماشومانو سره نېغ په نېغه او يا هم په غیر مستقیم ډول همکاري وکړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.