ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې ترافیکي پېښې ۳۶ کسان ټپیان کړي دي

په بغلان کې ترافیکي پېښې ۳۶ کسان ټپیان کړي دي

author avatar
22 Feb 2022 - 17:57
په بغلان کې ترافیکي پېښې ۳۶ کسان ټپیان کړي دي
author avatar
22 Feb 2022 - 17:57

پلخمري (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): د بغلان چارواکي وايي، د دغه ولایت په شمالي سالنګ کې د یوې ترافیکي پېښې پایله کې ۳۶ کسان ټپیان شوي دي.

پېښه نن له غرمې وروسته ماپښین درې بجې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او ټانکر د ټکر له امله شوې ده.

د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په شمالي سالنګ کې یوه ۵۸۰ ماډل مسافر وړونکي بس له ولاړ ټانکر سره ټکر کړی چې له امله یې په مسافر وړونکي بس کې سپاره ۳۶ کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، موټر چلوونکی تښتېدلی، ټپیان نژدې روغتون ته وړل شوي، که څه هم تر اوسه یې د چا د مړینې خبر نه دی تر لاسه کړی خو امکان شته چې د پېښې ځاني زیان زیات وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.