ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاسپورټ ریاست خلکو ته د اسانتیا په موخه خدماتي ظرفیت ډېروي

د پاسپورټ ریاست خلکو ته د اسانتیا په موخه خدماتي ظرفیت ډېروي

author avatar
9 Mar 2022 - 14:06
د پاسپورټ ریاست خلکو ته د اسانتیا په موخه خدماتي ظرفیت ډېروي
author avatar
9 Mar 2022 - 14:06

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): حکومتي چارواکو د پاسپورټ د وېش برخې د ظرفیت ډېرولو خبر ورکړی او وایي چې د تخنیکي ستونزو هواري په موخه د پاسپورټونو وېش تر څلور ورځو پورې ځنډېدلې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر عزام په خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «د پاسپورټ اخیستو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه او له بلې خوا د تخنیکي وسایلو او د تجهیزاتو په برخو کې د ظرفیت کموالي له امله د پاسپورټ د وېش پروسه کې یو لړ ستونزې موجودې وې.»

نوموړي لیکلي، د پاسپورټ ریاست په نظر کې لري چې خلکو ته د پاسپورټ په اخیستو کې د اسانتیا په موخه د خدماتو عرضه کولو ظرفیت ډېر کړي څو متقاضیان وکړای شي له سرګردانۍ پرته پاسپورټ واخلي.

د سرچینې په خبره چې د پاسپورټ د وېش لپاره د ظرفیت لوړولو او د تخنیکي ستونزو هواري په موخه به تر راتلونکو څلورو ورځو د پاسپورټ وېش ولاړ وي.

نوموړي په ډاګه کړې چې د پاسپورټ د وېش پروسه به د کب په ۲۲مه بېرته پیل شي.

Views: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.