ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: ۹۷ سلنه افغانان بشپړ خواړه نه لري

ملګري ملتونه: ۹۷ سلنه افغانان بشپړ خواړه نه لري

author avatar
31 Mar 2022 - 23:28
ملګري ملتونه: ۹۷ سلنه افغانان بشپړ خواړه نه لري
author avatar
31 Mar 2022 - 23:28

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱) :  د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټیرز وایي چې ، اوسمهال ۹۵ سلنه افغانان بشپړ خواړه نه لري  او نهه میلیونه خلک له وچکالۍ سره مخ دي.

نوموړي دغه څرګندونې د کب په ۱۲مه، په جنیوا کې د افغانستان په تړاو جوړ شوي مرستندویه کنفرانس ته وکړې، دا د کنفرانس د ملګرو ملتونو، بریتانیا، قطر او  جرمني ا لخوا جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو ګډونوالو مننه وکړه، چې افغانستان سره د یووالي څرګندولو په موخه نن  دلته راټول شوي دي.

انټوني ګوټیرز وویل چې د تیر کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شو، خو د نړیوالو ټولنې په وخت ځواب ویلو او مرستو سره یې مخه ونیول شوه.

خو نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال ۹۵ سلنه افغانان بشپړ خواړه نه لري  او نهه میلیونه خلک له وچکالۍ سره مخ دي.

د هغه په وینا، د یونیسف د اټکل له مخې، شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان چې له خوارځواکی سره مخ دي، د مرګ له ګواښ سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي چې په یوکراین کې د جګړې له لامله په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي چې ورسره افغانان هم اغیزمن شوي دي.

هغه زیاته کړې : " که بیړني اقدامات ونه شي، موږ به په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ له بل بحران سره مخ شو. "

انټوني ګوټیرز ادعا کوي، د دې لپاره چې افغانان خپلې کورنۍ ته خواړه پیدا کړي، خپل ماشومان او د بدن غړي خرڅوي.

ده وویل، د  افغانستان اقتصاد تباه شوی دی، ۸۰ سلنه خلک پوروړي دي، د ښوونځیو او روغتونونو په ګډون ډیرو دولتي کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، چې د روان زیږدیز کال تر نیمایي پورې به د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د غربت له کچې ټیټ ژوند کوي.

 هغه زیاتوي د ملګرو ملتونو د غوښتل شویو څلور عشاریه څلور ميلیارد ډالرو یوازې ۱۳ سلنه پيسې تر لاسه شوې دي.

 ګوتېرز پر  افغان سرپرست حکومت نېوکه وکړه چې نجونې یې له شپږمو ټولګیو پورته له زدکړو را ګرځولې دي. خو ټینګار یې دا و چې نړې دې افغانستان له پامه نه غورځوي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان د انساني ناورین د کابو کولو لپاره "سملاسي ګامونه واخلي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.