ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سرپرست حکومت شنبه د روژې مبارکې لومړۍ ورځ اعلان کړه

د افغانستان سرپرست حکومت شنبه د روژې مبارکې لومړۍ ورځ اعلان کړه

author avatar
1 Apr 2022 - 23:57
د افغانستان سرپرست حکومت شنبه د روژې مبارکې لومړۍ ورځ اعلان کړه
author avatar
1 Apr 2022 - 23:57

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱) د سعودي عربستان تر اعلان وروسته د افغانستان سرپرست حکومت شنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

تر دې مخکې د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی و، چې ددغه هیواد په سدیر سیمه کې میاشت ولیدل شوه او شنبه به د روژې لومړۍ ورځ وه.

بلخوا د شپې ناوخته د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ټویټر کې د شنبې ورځ د روژې د لومړۍ ورځې اعلان کړی دی.

هغه لیکلي ، شنبه د رمضان المبارک د میاشتې لومړۍ ورځ او په ټول هیواد کې روژه ده. دغه نوموړي شنبه په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دغه راز متحده عربي امارات، قطر او یو شمیر نورو هیوادونو کې هم شنبه د روژې مبارکۍ لومړۍ ورځ اعلان شوې ده،.

Visits: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.