ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو وسله وال تن دامریکا په کلفورنیا ایالت کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

یو وسله وال تن دامریکا په کلفورنیا ایالت کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
3 Apr 2022 - 23:32
یو وسله وال تن دامریکا په کلفورنیا ایالت کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
3 Apr 2022 - 23:32

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۱) : د  امریکا د کلفورنیا ایالت پولیس وایي وایي چې د یو وسله وال برید په تړاو د مشکوک بریدګر لټون يې پيل کړی چې په ډزو یې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دامریکا غږ د راپور له مخې، د سکرامنټو ښار په دغه وسله وال برید کې لږ تر لږ شپږ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ژوبل دي.

ددغه  ښار د پولیسو مشره کایتي لېسټر په یو خبري کنفرانس کې وویل چې پولیسو د شپې په ۲:۰۰ بجو د ډزو له اورېدو وروسته سیمې ته ځانونه ورسول او ویې لیدل چې شپږ مړي په سړک کې پراته دي.

نوموړې وویل چې د پېښې په ځای کې خلک راټول شوي وو او لس کسه نور زخمیان وو چې یا خپله او یا نورو روغتون ته انتقال کړي وو. د هغوی د وضعیت په اړه څه ویل شوي نه دي.

پولیس دقیقآ نپوهېږي چې په دغه برید کې څو کسان دخیل دي خو له خلکو يې په دې اړه د مرستو غوښتنه کړې ده. د پولیسو مشرې لیستر دا «یوه پيچلې او مغلقه شېبه» وګڼله او له خلکو یې وغوښتل که د پېښې په اړه شواهد او ثبت شوې ویدیوګانې لري، له پولیسو سره دې شریک کړي.

له پېښې لږه شېبه وروسته په ټویټر کې یوه ویدیو خپره شوې چې په کې خلک ښودل کېږي اخوا دیخوا منډې وهي او د ډزو غږونه اورېدل کېږي، همدغه راز په سیمه کې څو امبولانسونه هم لېدل کېږي.

پېښه په داسې یوه ځای کې شوې ده چې رستورانتونه او مۍ خانې په کې زیات دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.