ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپا او امریکا: افغان سرپرست حکومت دې له افغانانو او نړیوالو سره ژمنې عملي کړي

اروپا او امریکا: افغان سرپرست حکومت دې له افغانانو او نړیوالو سره ژمنې عملي کړي

author avatar
8 Apr 2022 - 23:28
اروپا او امریکا: افغان سرپرست حکومت دې له افغانانو او نړیوالو سره ژمنې عملي کړي
author avatar
8 Apr 2022 - 23:28

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴) : د امریکا، اروپایي اتحادیې او یو شمیر هیوادونو ځانګړواستازو د افغانستان په تړاو یوه ځانګړې غونډه کې له سرپرست حکومت وغوښتل چې له نړیوالو او افغانانو سره خپلې ژمني کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اروپایي اتحادیې لخوا  د وري په ۱۹مه، په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا غونډه د اپریل د میاشتې په پنځه نیټه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې جوړه شوې وه.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د امریکا، اروپایي اتحادیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروي او بریتانيا ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ناستې ګډونوالو په پای کې یوه پنځلس ماده ییز پرېکړه لیک خپور کړ چې له افغانانو سره ددوامداره مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.