منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۲ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې هغه درې کسان نیول شوي، چې د چارواکو په نوم یې له خلکو پیسې اخیستې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۳ کتنې

جلال آباد (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت امنیتي مسوولین وايي، هغه درې کسان یې نیولي، چې خلکو ته يې ځانونه حکومتي چارواکي معرفي کول او پیسې يې ترې اخيستې.

د دغه ولايت د استخباراتو ریاست پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، د نيول شويو کسانو له جملې دوو تنو يې خلکو ته ځان د ياد ولایت د استخباراتو رئیس او بل تن یې ځان د پخواني جهادي قوماندان زوی معرفي کاوه او له خلکو څخه يې په زور پيسې اخيستې.

سرچينې لیکلي: «په ننګرهار کې مو درې تنه هغه غله نيولي چې د اسلامي امارت د مشرانو په نوم يې له خلکو په زور پيسې اخېستې.»

استخباراتو رياست يوه ويډيو هم خپره کړې چې يادو درېيو کسانو په کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.