ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو

author avatar
8 Apr 2022 - 01:48
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو
author avatar
8 Apr 2022 - 01:48

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱) : د ملګرو ملتونو عمومي شورا پر اوکراین د روسیې د برید او ملکي وګړو د وژنې له کبله د روسیې توبیخ/مجازات کولو په موخه د بشر حقونو نړیواله شورا کې د دغه هېواد غړیتوب وځنډولو.

په دې اړه رایه اچونه کې د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړیو هېوادونو له ډلې  ۹۳ هېوادونو د روسیې خلاف او ۲۴ هېوادونو په ملاتړ يې رایه ورکړه. همداراز د هندوستان په ګډون  ۵۸ هېوادونو ممتنع رایه وکاروله.

د بشر حقونو نړیوالې شورا کې د یو هېواد غړیتوب، له ممتنع رایو پرته د دوه پر درېیمه برخه رایو پر اساس ځنډېدلی شي.

بلخوا اوکرایني چارواکو او وګړو ویلي چې روسي ځواکونو له بوچا ښاره د وتلو پر مهال سلګونه ملکيان وژلي دي. له بوچا ښار نه خپاره شویو عکسونو کې هم لیدل شوي چې د ملکي وګړو مړي په داسې حال کې پر سړکونو پراته دي چې لاسونه یې د شا لخوا تړل شوي؛ خو روسیه بیا په بوچا کې د غیر نظاميانو د وژل کېدو تور ردوي.

روسیه دویم هېواد دی چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا کې یې غړیتوب ځنډول کېږي. تر روسیې وړاندې د لیبیا غړیتوب په  ۲۰۱۱ میلادي کال کې د معمر القذافي ځواکونو لخوا د حکومت پر مخالفو مظاهره کوونکو د تاوتریخوالي پېښو له کبله ځنډول شوی و.

په هغه پرېکړه لیک کې چې نن (د وري ۱۹مه) په ملګرو ملتونو کې تصویب شو، په اوکراین کې د بشري بحران او د روسیې لخوا له بشري حقونو د سرغړونو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده شوې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که هر هېواد په دې رایه اچوونه کې موافقه رایه وکاروي او یا هم له رایه ورکولو څخه ډډه وکړي، د روسیې لخوا به “غیردوست” هېواد وګڼل شي او د روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د بدلون شاهدان به اووسي.

Visits: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.