ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوکراین ته د جنګیالیو لیږلو په تور د جنبش غړی او د جوزجان پخوانی والي ایران کې نیول شوی

یوکراین ته د جنګیالیو لیږلو په تور د جنبش غړی او د جوزجان پخوانی والي ایران کې نیول شوی

author avatar
12 Apr 2022 - 03:40
یوکراین ته د جنګیالیو لیږلو په تور د جنبش غړی او د جوزجان پخوانی والي ایران کې نیول شوی
author avatar
12 Apr 2022 - 03:40

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱) : ایراني امنیتي ځواکونو د جنبش ګوند مهم غړی او د جوزجان پخوانی والي هاشم رییس د اوکراین جګړې ته د جنګیالیو لیږدولو په تور نیولی دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې هاشم رییس شاوخوا درې اونۍ مخکې ( د مارچ په (۲۳) نیول شوی، خو د نیول کیدو ځای یې نه دی په ډاګه کړی.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې د جنبش د ګوند د مشر عبدالرشید دوستم د ایراني چارواکو په نوم یو غږیز پیغام خپور شوی چې هغه ترې د هاشم رییس د خوشې غوښتنه کوي.

دوستم وایي : "سلام حاجي اغا،  هیله ده ښه یاست، رمضان مبارک، زه ستاسو ځواب ته منتظر وم، خو ځواب مو نه رانکړ، زه تاسو ته ډاډ ورکوم، چې هغه د ایران د قانون او سیاست پر ضد هیڅ ډول اقدام او کار نه کويو او نه هم ددې کار اجازه ورکوو، زه یې د کورنۍ تر سخت فشار لاندې یم، هیله ده اقدامات وکړئ.  "

بلخوا د جنبش ګوند وایي چې هغه د ګوند د استازي په توګه ایران ته تللی و، څو هلته له خپلو پلویانو او خپلوانو سره وګوري.

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق بي بي سي ته ویلي، چې هاشم رییس ددویم ځل لپاره ایران ته تللی او هلته د افغان کډوالو د ستونزو اوریدو لپاره تللی و.

هغه زیاته کړې چې په لومړي سفر کې یې په تهران او مشهد کې له ایراني چارواکو سره لیدنې کتنې درلودلې.

قرلق ویلي، په افغانستان کې د نظام د سقوط وروسته ګڼ شمیر افغانان ایران ته کډوال شول او دی هم ددغو کډوالو دستونزو اوریدلو په موخه هلته بیا سفر وکړ، خو د سفر په دویمه ورځ له روژې دوه ورځې مخکې د امنیتي مسوولینو لخوا ونیول شو.

د نوموړي په وینا، تراوسه ایران دوی ته د هغه د نیول کیدو لامل نه دی په ډاګه کړی.

د جنبش ګوند مرستیال په دې اړه چې هاشم رییس یوکراین جګړې ته جنګیالي راټولول او یا لیږل رد کړل او ویې چې دا بې اساسه ادعا ده.

یو شمېر رسنیو رپوټونه ورکړي چې نوموړي نیت درلود په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو یوه نظامي قطعه جوړه کړي او د پیسو او اوکراییني تابعیت په بدل کې یې د روسیې پر وړاندې جګړې ته ولېږي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.