ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین: ختیځ زون کې پر ډیورنډ کرښه پوځي تحکیمات پیاوړي کوو

امنیتي مسوولین: ختیځ زون کې پر ډیورنډ کرښه پوځي تحکیمات پیاوړي کوو

author avatar
12 Apr 2022 - 14:33
امنیتي مسوولین: ختیځ زون کې پر ډیورنډ کرښه پوځي تحکیمات پیاوړي کوو
author avatar
12 Apr 2022 - 14:33

جلال اباد (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو چارواکي وايي، د امنيت د لا ټينګښت په موخه پر ډېورنډ کرښې د پرتو پوستو او پوځي ځايونو تحکيمات پیاوړي کوي.

چارواکي وايي، پوستو ته د سړکونو جوړول او نورې چارې به د دفاع وزارت بوديجې ته په کتلو پیلوي.

ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيد الله محمدي د وري په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل چې د قول اردو قوماندان مولوي عبدالبصير ابودوجانه پرون او نن سهار په ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو کې پر ډيورنډ کرښه پرتو امنيتي پوستو څخه ليدنه کړې ده.

هغه زياته کړه، د ليدنې پرمهال د قول اردو قوماندان ډيورنډ کرښې ته نږدې سيمو کې د امنيت د لا ټينګښت، د پوستو د استحکاماتو پياوړتيا او يادو سيمو ته د ملي دفاع وزارت په مالي لګښت د سړکونو جوړولو او بيارغونې برخو کې ځايي مسوولينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.