منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پوهنې وزارت ۲۹۰ بالمقطع کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۹۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۱): د پوهنې وزارت، ۲۹۰ بالمقطع کارکوونکي له دندو ګوښه کړي، او منفک شوي کسان په داسې حال کې دغه اقدام ناعادلانه بولي چې یاد وزارت وایي، هڅه کوي دغه کسان په نورو ځایونو کې پر دندو وګوماري.

له دندو لرې کړل شویو کسانو څخه یو تن چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې د لسانس تر کچې یې زده کړې کړي او له دوو کلونو راهېسې یې په دغه وزارت کې په بالمقطع ډول دنده درلوده، خو اوس پرته له کوم دلیل نه له دندې ګوښه کړل شوی دی.

ده وویل: «دا ښکاره ظلم دی، ما په همدې هیله په لږ معاش دنده تر سره کوله او شپه او ورځ مې په تېروله، چې یوه ورځ به رسمي شم، پر مختګ به وکړم، خو اوس یې منفک کړم. په هغه لږ معاش مو ژوند چلاوه، خو نن په دغه بد وضعیت کې څه وکړو.؟ چېرته ولاړ شو او چاته شکایت وکړو.»

ده وویل چې چارواکي دې خلک له دندو نه محروموي او خپل کدرونه او مسلکي کسان دې له لاسه نه ورکوي.

د محمد رفیق په نوم د یاد وزارت یو مخکنی محافظ هم وایي:«زه ناروغ یم، بل کار هم نه شم کولای او د کورنۍ مسوولیت هم لرم، خو له دندې یې لرې کړم، تمه مې وه چې معاش به واخلم، روژه ده، اولاد ته به مې یو څه پرې واخلم، خو منفک یې کړم او تش لاس خپل کور ته ولاړم.»

غلام محمد هم یو له هغو کسانو دی چې په یاد وزارت کې یې د خدماتي کارکوونکي په توګه دنده تر سره کوله، خو اوس له دندې لرې کړل شوی دی.

هغه وایي چې د پوهنې وزارت یاد کسان په دې پلمه له دندو لرې کړي چې ګواکي امکانات نه لري.

دی وایي: «بالمقطع کارکوونکو هر یوه ۱۰ – ۱۲ زرو افغانیو څخه زیات معاش نه درلود، ټول غریب، بیچاره مظلوم کسان په کې مقرر وو، حکومت د دې وس هم نه درلود چې راغلل دا کسان یې منفک کړل؟ زما کور کرایه دی، خپله ناروغ یم، د میاشتې پنځه زره روپیو دوا اخلم، زه اوس څه وکړم.»

دی وايي، له دې امله چې ډېر اړ دی او سختې اقتصادي ستونزې لري، له منفکۍ وروسته څو ځله وزارت ته ورغلی تر څو بېرته یې وګوماري، خو ورته ویلي یې دي چې اوس امکان نه لري او د اړتیا پر مهال به ورسره اړیکه ونیول شي.

یحیی یو بل له یادو منفک شویو کسانو څخه دی.

هغه وایي چې ۱۴ کاله یې د دغه وزارت په محافظتي برخه کې دنده درلوده، خو یوه اونۍ وړاندې یې له دندې لرې کړل.

دی وایي: «دا څو ورځې وشوې چې نور له سوچونو لیونی شوم، ۱۴ کاله مې خدمت وکړ، نن چې د لاسنیوي ورځ ده، د خلکو وضعیت خراب دی، قیمتي ده، خلک له ستونزو سره مخ دي، زه یې له دندې لېرې کړم.»

هغه وایي، پرته له دې چې د منفکۍ لامل یې ورته وویل شي، له دندې لرې کړل شوی او یوازې دومره ورته ویل شوي چې منفک شوی او نور د وزارت ته نه ورځي.

دی وایي: «دا ډول منفک کول او چلند ډېر ناعادلانه دی.»

یاد کسان له حکومت څخه غواړي چې پر دندو یې وګوماري.

د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه وزارت د پخواني حکومت پر مهال په خپل تشکیل کې ۷۰۰ بالمقطع کارکوونکي لرل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه