منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:37 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

امریکا افغانستان ته ځانګړې کړې چورلکې اوکراین ته ورکوي

· 2 دقیقې لوستل · 177 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۱): د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي چې اوکراین ته د نورو پوځي وسایلو ترڅنګ یوولس هغه چورلکې هم ورکوي چې افغانستان ته یې ساتلې وې.

د بي بي سي د راپور له مخې، د پنټاګون ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "دغه یوولس مي۱۷ افغانستان ته په پام کې نیول شوې وې، تیارې موجودې دي، له زېرمو یې را وباسو، دا چې افغانستان ته مو ونه لېږلې نو اوس یې اوکراین ته استوو."

پنټاګون وایي، له دې مخکې د تېر کال په وروستیو کې هم افغانستان ته ځانګړې شوې پنځه ورته چورلکې اوکراین ته ورکړل شوې دي.

امریکا له دې مخکې افغانستان ته له د غو چورلکو ۳۲ ورکړې او د هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه په راتلونکو کلونو کې د نورو چورلکو او الوتکو ترڅنګ ډيرې نورې مي۱۷ هم افغان هوایي ځواک ته ورکړي.

خو د تېر اګسټ له پنځلسمې وروسته، کله چې په افغانستان کې تېر حکومت سقوط وکړ، ورسره د امریکا او افغانستان ترمنځ د پوځي همکاریو تړونونه وځنډېدل، دغه هېواد په افغانستان کې له اوسني حکومت سره پوځي مرستې هم بندې کړې.

د شمېرو له مخې، افغانستان د جمهوریت پر مهال د افغان هوایي ځواک ټولې نږدې ۱۶۷ پوځي الوتکې او چورلکې درلودې چې ډيرې یې په وروستیو کلونو کې له امریکا ترلاسه کړې وې.

خو په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، ډېر زیان د افغان پوځ هوایې ځواک ته واوښت؛ ډېرې چورلکې او الوتکې خپله د بهرنیو ځواکونو له خوا ویجاړې شوې او یو شمېر نورې هم شمالي ګاونډيو هېوادونو لکه تاجکستان او اوزبکستان ته واړول شوې.

د  افغانستان سرپرست حکومت وایي چې دا مهال په تاجکستان او اوزبکستان کې د افغانستان نږدې ۴۰ چورلکې او الوتکې ولاړې دي او باید بېرته افغانستان ته ور وسپارل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

جاوید احمد کاکړ
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي