ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان ښايي نبوي جومات ته د سپکاوي په تور ونیول شي

عمران خان ښايي نبوي جومات ته د سپکاوي په تور ونیول شي

author avatar
1 May 2022 - 23:29
عمران خان ښايي نبوي جومات ته د سپکاوي په تور ونیول شي
author avatar
1 May 2022 - 23:29

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۱): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي چې نبوي (ص) جومات ته د سپکاوي په تور ښایي پخوانی صدراعظم عمران خان ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي ته د سفر پر مهال کله چې نبوي جومات ته تللی و، نو د عمران خان د ګوند تحریک انصاف پلویانو په جومات کې دننه د هغه پر ضد شعارونه ورکړي او د پلاوي پر ځینو غړو یې ګوزارونه هم کړي وو.

د عمران خان د پلویانو دغه کار په لوړه کچه وغندل شو.

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خان ویلي چې نبوي جومات ته د سپکاوي تر شا د عمران خان او د هغه د ګوند د مشرانو لاس و.

نوموړي خبریالانو ته ویلي، د دې امکان شته چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم دې قضیه کې ونیول شي.

نوموړي وایي، دا پېښه وار له مخه پلان شوې وه او لږ تر لږه سل یو نیم سل کسان پکې ښکېل وو. د هغه په وینا، د هر چا پر ضد چې ثبوت ترلاسه شي، قانوني چلند به ورسره کېږي.

سعودي چارواکو ویلي چې له هغې پېښې وروسته یې یو شمېر پاکستان وګړي نبوي جومات او دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولي دي.

بخوا د پاکستان فیصل اباد ښار کې هم پولیسو د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر مرکزي مشرانو پر ضد شکایت ثبت کړی او دین ته د سپکاوي قضیه کې یې د دوی نومونه یاد کړي.

Visits: 603

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.