ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرانسه او هند: د یوه باثبات او امن افغانستان ملاتړ کوو

فرانسه او هند: د یوه باثبات او امن افغانستان ملاتړ کوو

author avatar
5 May 2022 - 15:00
فرانسه او هند: د یوه باثبات او امن افغانستان ملاتړ کوو
author avatar
5 May 2022 - 15:00

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۱): د فرانسې او هند مشرانو په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د یوه ټول‌شمول حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی، له سوله‌ییز، امن او باثبات افغانستان څخه یې خپل ملاتړ هم اعلان کړی دی.

نریندرا مودي د خپل اروپایي سفر په لړ کې له المان او ډنمارک وروسته تېره شپه (چهارشنبه) فرانسې ته ورسېد او د دغه هېواد له ولسمشر سره یې وکتل.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د فرانسې ولسمشر امانویل‌ مکرون او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن (پنجشنبه) د یوې ګډې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره د سوله‌ییز، امن او باثباته افغانستان څخه د خپلو هېوادونو ملاتړ اعلان کړی دی.

سرچینې لیکلي چې د یادو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د داسې یوه ټول‌شمول حکومت رامنځته کېدو غوښتنه کړې چې د ټولو افغانانو استازولي او د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت ټول‌شمول دی، خو د لا ډېر ټول‌شمول کېدو لپاره یې هڅې کوي.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.