ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې يوه نجلۍ له تښتوونکو وژغورل شوه

پکتيکا کې يوه نجلۍ له تښتوونکو وژغورل شوه

author avatar
7 May 2022 - 14:54
پکتيکا کې يوه نجلۍ له تښتوونکو وژغورل شوه
author avatar
7 May 2022 - 14:54

ښرنه (پژواک، ١٧ غويى ١٤٠١): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې يوه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.

د پکتيکا امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ملا جاوېد بدري د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار انسان تښتوونکو د مټاخان ولسوالۍ له تودې چینې سيمې يوه نجلۍ تښتولې وه.

خو هغه وايي چې امنيتي ځواکونو دغه نجلۍ د مرکز ښرنې اړوند سيلمان روغتيايي مرکز ته څېرمه له تښوونکو ژغورلې ده.

دى زياتوي: ((امنيتي ځواکونو په دې سيمه کې تلاشي کوله، کله چې تښتوونکي دې سيمې ته رسېږي، نجلۍ له موټره ښکته کوي او خپله تښتي.))

د هغه په وينا، تښتوونکو نجلۍ ته د هلکانو جامې ور اغوستې وې او غوښتل يې په دې طريقه يې بلې سيمې ته ولېږدوي.

د نوموړي په خبره، امنيتي ځواکونو د تښتوونکو د نيولو لپاره جدي هلې ځلې پيل کړې دي.

په ورته وخت کې د يادې ماشومې د کورنۍ يوه غړي عصمت الله پژواک ته وويل چې دغه نجلۍ سهار تښتول شوې وه خو اوس امنيتي ځواکونو بېرته ورته سپارلې ده.

Visits: 118

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.