[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین شارزدافير سره په لیدنه کې، له دغه هېواده غوښتي چې د نورستان ځنګلونو کې د لګېدلي اور وژلو کې بېړنۍ مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا شپږ ورځې وړاندې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند «شام درې» ځنګله کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې د دغه ولایت د کرنې، حوادثو او چاپېریال ساتنې ادارو مسوولان د ځايي خلکو په همکارۍ د اور مهارولو او وژلو هڅې کوي، خو لا هم کنټرول شوی نه دی.
د یادونې ده، دا اور د تېرې چارشنبې پر ورځ تر ډېره مهار شوی و، خو پنجشنبه د بادونو له امله لوګي یې بېرته پراخ شوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د دغه وزرات سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي تېره ورځ په کابل کې د چین شارزدافير «دينګ ينان» سره وکتل.
سرچینې لیکلي چې په دغه ناسته کې د افغانستان او چین پر ژورو تاريخي اړیکو، ښه ګاونډیټوب، دوه اړخیزو همکاریو او نیمه پاتي پروژو د بیا پیل په اړه مثبتې خبرې وشوې.
خبرپانه کې راغلي، ستانکزي له چین څخه د دوی د شارزدافیر په واسطه په نورستان کې د لګېدلي اور د مهارولو او وژنې لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د دغې غوښتنې په ځواب کې ینان ویلي چې دغه غوښتنه به له خپل حکومت سره شریکه کړي او تر لومړنۍ ارزونې وروسته به لازم اقدامات ترسره شي.
ينان زیاته کړې، حکومت یې چمتو دی چې په افغانستان کې پروژې پیل او له همدې لارې له افغانستان سره همکاري پیاوړې کړي.
[/restrict]