اتلانتا (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د بنګلهدېش چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځایي رسنیو ویلي چې دا اورلګېدنه پرون د دغه هېواد د سوېلختیځ د ستاکوندا په ښار کې د کانټینرونو په یوه ګودام کې رامنځته شوې وه.
رسنیو د بنګلهدېشي چارواکو له خولې لیکلي چې په دې پېښه کې تر دې دمه د اطفایې د نهو کارکوونکو په ګډون ۵۰ کسان مړه او تر ۳۰۰ پورې ژوبل شوي دي.
د اطفايي ادارې یو مسوول جلال احمد ویلي چې اور تر نیمې شپې لږ مخکې د چیتاګونګ بندر په ۴۰ کیلومترۍ کې لګېدلی دی.
چارواکي زیاتوي چې د اطفايي مامورین سیمې ته نږدې وو چې یوه لویه چاودنه وشوه چې د هغو په ګډون په کې یو شمېر کسان ژوبل شول.
د بنګله دېش د اطفايي خدمتونو او ملکي دفاع ادارې مشر جنرال معین الدین ویلي چې له لومړۍ چاودنې وروسته څو نورې زورورې چاودنې هم شوې چې غږونه یې تر لرو ځایونو اورېدل شوي دي.
روغتیايي مقامات وايي چې د ټپیانو ټپونه ژور دي او د ۶۰ او ۹۰ سلنه ترمنځ یې بدنونه سوځېدلي او ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.
د بنګله دېش د کانټینرونو ټولنې مشر راهول امین سیکدر ویلي چې ځيني کانټینرونه په ۳۰ هکتاره خصوصي ځای کې اېښودل شوي وو چې د هایدروجن پر اوکساید کیمیاوي مواد په کې وو.