ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک پر جوماتونو بریدونو اندېښمن کړي او پر سختو ټکو یې غندي

خلک پر جوماتونو بریدونو اندېښمن کړي او پر سختو ټکو یې غندي

author avatar
18 Jun 2022 - 14:29
خلک پر جوماتونو بریدونو اندېښمن کړي او پر سختو ټکو یې غندي
author avatar
18 Jun 2022 - 14:29

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): یو شمېر خلک پر جوماتونو وروستیو بریدونو اندېښمن کړي او د غندلو ترڅنګ یې له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي.

د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د یادو بریدونو مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي، ډېر یې له کېدو مخکې شنډ کړي، عاملین یې نیولي او یې له منځه وړي دي.

بريدونه

د روان کال د وري میاشتې له ۱۷مې تر اوسه په کابل او ځینو ولایتونو کې په اوو جوماتونو کې چاودنو ۶۳ کسان وژلي او ۱۵۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې، د وري مياشتې په ۱۷مه د ماسپښین لمانځه پر مهال د  کابل ښار د پل‌خشتي پر جومات د لاسي بم برید شپږ کسان ټپیان کړل. د غویي په لومړۍ نېټه د بلخ د مرکز مزارشریف ښار په «سه دوکان» سیمه کې د شیعه‌ګانو په یوه جومات کي چاودنې له ۱۲ کسانو ژوند واخیست او ۴۱ نور یې ټپیان کړل.

دغه راز د غويي مياشتې په دويمه د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په يوه مدرسه کې چاودنې د ماشومانو په ګډون ۳۳ ملکي وګړي ووژل او ۴۳ نور یې ټپیان کړل. د غويي په نهمه د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د علاوالدين په سيمه کې جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته چاودنې لس کسان ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړل.

دغه راز د غويي په ۲۳مه د جمعې لمانځه پر مهال د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ایوب صابر جومات کې چاودنې درې کسان ټپیان کړل او د غبرګولي په څلورمه، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د ترافیک له څلورلارې سره نږدې په یوه جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال چاودنې شپږو کسان ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.

د راپورونو له مخي، له یادو بریدونو د بلخ برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

د راپور له مخې، تېره ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د الف‌بیردي سیمې په یوه جومات کې هم د چاودنې له امله یو کس ووژل شو او لس نور ټپیان وو.

د خلکو اندېښنې

د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې د فاضل بېک سيمې اوسېدونکي انجنېر زلمي مومنزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر جوماتونو بريدونه د اسلام مبارک دين له ارشاداتو سره په ټکر کې دي او ظالمانه عمل دی.

هغه زياتوي: «هر څوک چې دا کار کوي، د لوی خدای (ج) دښمنان دي، په دوی کې د اسلام نښه نشته او مسلمانان نه دي.»

د ده په وينا، په جوماتونو کې وروستيو بريدونو خلک ډېر اندېښمن کړي او ځیني اوس له وېرې جوماتونو ته نه ځي.

هغه د بېلګې په ډول وویل: «له کمپنۍ کور ته راتلم، په لاره دوه سپين‌ږيري هم موټر ته راوختل، ويل يې چې په قمبر څلورلاره کې، په جومات کې چادونه شوې؛ مجبور یو له دې وروسته به یا جومات ته نه ځو او يا به هغو جوماتونو ته ځو چې ګڼه ګوڼه په کې کمه وي.»

دغه راز د کابل ښار اتمې امنيتي حوزې اړوند د کارتۀ نو سيمې اوسېدونکی فريد ستانکزی وايي، دا ډول بريدونه يوازې د مسلمان وژنې او مسلمانانو ترمنځ د نفاق اچولو په موخه کېږي.

دی زياتوي: «د اسلام دښمنان کوښښ کوي چې په جوماتونو کې انفجارات وکړي، هدف يې مسلمان وژنه او له جومات بېزاره کول او د خلکو په منځ کې يو ډول وېره خپرول دي.»

هغه زیاتوي چې له يادو بريدونونو وروسته په ځينو جوماتونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې او د خلکو ترمنځ يو ډول وېره خپره ده.

ستانکزی وویل: «موږ له يو کوره څلور کسان د جمعې لمانځه ته ځو، کله چې له کوره وځو، کور کې راته وايي چې جومات کې لرې لرې ودرېږئ؛ که خدای مه کړه انفجار کېږي چې څلور واړه له لاسه ورنه کړو.»

د کندوز ښار اوسېدونکی ضياء‌الدین وایي، پر جوماتونو وروستیو بريدونو خلک اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د جوماتونو او عبادت‌ځايونو امنيت خوندي کړي.

هغه زياتوي: «پر جوماتونو وروستیو بريدونو د کندوز د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او خلک په کرار زړه جوماتونو ته نه شي تلای؛ څو چاودنې چې وشوې، عام خلک په کې له منځه ولاړل؛ موږ له حکومته غواړو چې د جوماتونو امنيت خوندي کړي.»

د کندوز ښار بل اوسېدونکی حشمت‌الله عابد هم پر جوماتونو وروستيو بريدونو اندېښمن کړی او وايي، پر جوماتونو د شوو بريدونو له امله د خلکو په منځ کې وېره خپره شوې ده.

هغه زياته کړه: «که پنځه وخته لمانځه ته ځو، له دې سره سره چې زموږ د سيمې جومات کوچنی دی، خو وېره راسره وي، فرض لمونځ په جومات کې کوو او سنت لمونځ کوښښ کوو په کور يې وکړو؛ له دولته مو غوښتنه دا ده چې د دې ډول بريدونو مخه ونيسي، څو خلک وکولای شي په بې غمه زړه عبادت وکړي.»

یادو بریدونو د هغو سیمو خلک چې بریدونه نه دي په کې شوي، هم اندېښمن کړي دي.

د پروان د مرکز چاریکار یو اوسېدونکی غلام سعید وایي چې جومات ته له وېرې سره ځي.  دی هم خانقاه لري، خو وایي، وروسته له هغه چې په کندوز کې پر خانقاه برید وشو، ده یې خپله خانقاه تړلې ده.

هغه زیاتوي: «موږ مخکې د یو منظم مهالوېش له مخې شپه او ورځ خانقاه ته تلو، خو اوس نه ځو، ما ته په کور کې اجازه نه راکوي چې خانقاه ته ولاړ شم؛ ځکه چې د بریدونو او چاودنو وېره ده.»

د پروان د مرکز اوسېدونکی حاجي قنداغا هم پر جوماتونو وروستیو بریدونو اندېښمن کړی، په سختو ټکو یې غندي او وایي: «دا به څنګه انسان وي چې په جوماتونو کې پر مسلمانانو بریدونه کوي، دا کار نه په اسلامیت کې شته او نه هم په انسانیت کې.»

خو د کابل ښار يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د قلعۀ نجارا سيمې یو اوسېدونکی اکرم نبي‌زاده وايي، له دې سره سره چې په جوماتونو کې وروستيو بريدونو خلک اندېښمن کړي، خو ده لا هم خپل جرئت له لاسه نه دی ورکړی او هیڅکله به جومات ته تگ پرې نه‌ږدي.

دی زياتوي: «زما ۳۵ – ۳۶ کاله عمر دی، ټول عمر مې په جنګ کې تېر شوی؛ له چاودنو او جګړو سره عادت يو، اصلاً مې وېره نشته؛ بې اجله مرګ نه راځي، دا چې په سجده پروت يې او شهید شې، تر دې ښه ده چې بستره کې پروت وې او مړ شې.»

پر جوماتو د بریدونو د مخنیوي لپاره څه کول په کار دي؟

یاد کسان د دغه ډول بریدونو مخنیوي لپاره له امنيتي ځواکونو غواړي چې استخبارات او کشفي ارګانونه پياوړي کړي، له خلکو سره اړيکې ښې کړي او د خلکو نظرونو ته درناوی وکړي.

د ملي دفاع وزارت پخواني وياند او پوځي شنونکي جنرال دولت وزيري د یادو بریدونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «په افغانستان کې ‌ډېرې تروريستي ډلې شته، داعش ډله غواړي چې طالبان بدنام کړي. هغه ډلې چې په پاکستان کې دي، هغوی نه غواړي په افغانستان کې دغه اوسنی حکومت مخې ته ولاړ شي.»

د هغه په وینا، په افغانستان کې د ځینو بریدونو مسوولیت داعش پر غاړه اخلي، خو د ده په اند، داعش دومره غښتلی نه دی چې په افغانستان کې دا ټول بريدونه ترسره کړي.

هغه زیاتوي: «خو ځيني ګروپونه به نور وي چې د داعش په نامه بریدونه کوي… د دې لپاره چې وضع نا ارامه وښيي، زما په عقيده، نورې ډلې دي، حتی زه فکر کوم چې په دې کې د پاکستان لاس دی، په دې کې به د نورو مخالفينو لاس وي، په دې کې به د ايران هم لاس وي.»

جنرال وزيري دې ته په اشارې له یادو بریدونو ډېر د شیعه‌ګانو پر جوماتونو شوي، زياتوي: «دا چې يوازې په جوماتونو کې بريدونه کېږي، علت به يې دا وي چې د شعيه او سنی ترمنځ اختلافات پيدا کړي، په افغانستان کې د شعيه او سني ترمنځ جګړه پيدا کړي؛ د تاريخ په اوږدو کې يوازې افغانستان دی چې د شعيه او سني ترمنځ جګړه نشته، خو په نورو ټولو هېوادونو کې د دوی ترمنځ ډېر اختلافات شته؛ ايران او ځينې نورې کړۍ کوښښ کوي چې دې ته لمن ووهي څو د شعیه‌ګانو او سنیانو جګړه رامنځته شي.»

دی وايي: «په ټوله کې دا ډول بريدونه – هغه که په عامو ځايونو کې دي او که په جوماتونو کې- د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار دی؛ د افغانستان خلک بايد هوښیار شي، پوه شي او بالاخره د سولې خوا ته مخه وکړي، له جګړو تېر شي، څو افغانستان اباد او خلک یې ارام شي.»

دغه متقاعد جنرال وویل: «د امارت اسلامي مشران بايد دې ته پام  وکړي، د افغانستان خلک مينې ته ضرورت لري، ښه وضعيت او ښې ګوازې ته ضرورت لري، له دوی سره باید ښه ګوازه وکړي؛ پر ځان دې خلک راټول کړي، له تشدد او زوره دې کار نه اخلي، ټول کارونه دې ورو او په ښه ډول ترسره کړي.»

د بریدونو د مخنيوي هڅې

د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د یادو بریدونو په اړه وایي: «دا د هغو فتنه‌ګرو عناصرو کار دی چې د داعش د تکفیري پديدې تر عنوان لاندې د هېوادوالو د امنیت اخلالولو هڅه کوي، ولې د دې ملا ماته شوې ده او ۹۸ فیصده د دوی عناصر له منځه وړل شوي او پاتې دوه فیصده يا څه کم، هغه هم د محو کېدو په حال کې دي.»

هغه وایي، ځينې پېښې او بريدونه چې کله نا کله رامنځته کېږي، ګراف یې ډېر کم دی؛ د هېواد په کچه سراسري امنيت ټینګ دی او د اندېښنې وړ «کومه ملاحظه» شتون نه لري.

دی په دې اړه چې ولې پر عامه ځایونو بریدونه کېږي، وویل: «دا طبيعي خبره ده چې ملکي خلک او لکه عام هېوادوال تر ټولو اسان او نرم هدف دي او له دې لارې د دوی دغه شوم عمل نسبتاً په اسانۍ سره ترسره کېږي، ولې اسلامي امارت به د دې د مخنيوي لپاره جدي هڅې کوي او لا له وړاندې په زياتره نقاطو کې یې دغه تحرکات ډول مخکې له پېښېدو مخکې شنډ شوي او ډېر عناصر یې يا نيول شوي او يا له منځه وړل شوي دي.»

دی زياتوي، څو ورځې مخکې په بلخ کې د دې ډول بريدونو يو طراح ونیول شو، ځيني کسان يې ووژل شول او ځيني نور يې په ننګرهار کې له منځه يووړل شول.

هغه زیاته کړه: «په هر ځای کې چې د داسې شوم تحرک عوامل د استخباراتي او کشفي ارګانونو له لوري تشخیص شي، د هغوی پر وړاندې پر جدیت او قاطعیت اقدام کېږي او مخه يې نیول کېږي.»

Visits: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.