ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له اوکراین سره د لوېدیځ هېوادونو پوځي مرستې غبرګون کې روسیه بلاروس ته اټومي توغندي ورکوي

له اوکراین سره د لوېدیځ هېوادونو پوځي مرستې غبرګون کې روسیه بلاروس ته اټومي توغندي ورکوي

author avatar
27 Jun 2022 - 01:33
له اوکراین سره د لوېدیځ هېوادونو پوځي مرستې غبرګون کې روسیه بلاروس ته اټومي توغندي ورکوي
author avatar
27 Jun 2022 - 01:33

اتلانتا (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): له اوکراین سره د لوېدیځ هېوادونو د پوځي مرستو په غبرګون کې روسیې بلاروس ته اټومي توغنديو ورکولو اعلان کړی دی.

د راپورونو له مخې، دغه اعلان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بلاروس ته د سفر پر مهال په سن پیټزبرګ ښار کې د دغه هېواد له ولسمشر الیکساندر لوکاشینکو سره د لیدنې پر مهال کړی دی.

پوتین ویلي  چې بلاروس ته د (اسکندر – اېم) په نوم د توغندیو سیسټمونه ورکوي چې د هدف وېشتو لپاره د لارښوونې اخیستو وړتیا لري.

بلخوا د بلاروس ولسمشر لوکاشینکو خپل روسي سیال ته ویلي چې د خپل ګاونډ هېوادونو پولینډ او لیتوانیا د “تېري کوونکو” او “جنګ غوښتونکو” پالیسو په هکله اندېښنه لري.

د راپورونو له مخې، د اسکندر – اېم توغندیو سیسټمونه چې روسیې بلاروس ته د ورکولو ژمنه کړې، تر ۵۰۰ کیلومتره پورې هدف ویشتلی شي او د اټومي او غیراټومي سرګلولو لېږدولو وړتیا لري.

د بلاروس ولسمشر د روسیې ولسمشر ته ویلي چې له سرحد سره نږدې یې د ناټو او امریکا داسې الوتکې پروازونه کوي چې پر اټومي وسلو سمبالې دي او په دې برخه کې یې د مرستې غوښتنه کړې.

له دې مخکې اوکرایني چارواکو ویلي وو چې له شمالي سرحدونو هاخوا بلاروس له خاورې ورباندې توغندويز برید شوي دي.

بلاروس چې د روسیې نږدې متحد هېواد دی، په رسمي ډول یې د اوکراین په جګړه کې برخه نه ده اخیستې، خو دغه بریدونه له یاد هېواده یوه ورځ وروسته له هغه پر اوکراین شوي چې کیېف د سورودونتسک له ښاره شاتګ وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ځینو نورو هېوادونو له اوکراین سره هر ډول پوځي مرستې کړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

Visits: 753

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.