ګردېز (پژواک، ٩ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په سرحدي سيمه کې يې د ۵۰ ميله ترکي چرهييز ټوپکونو د قاچاق مخه نيولې ده.
د پکتيا ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد البدري پژواک ته وويل: «امنيتي ځواکونو تېره شپه د ډنډېپټان ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې پنځوس ميله ترکي چرهييز ټوپکونه چې په يوه سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، ترلاسه کړي دي.»
نوموړی وايي، دغه وسلې له دې لارې پاکستان ته قاچاق کېدلې خو امنيتي او کشفي ارګانونو مخه یې نيولې ده.
بدري وویل چې د يادو ټوپکونو د قاچاق په تور څوک نه دي نيول شوي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم په ډنډپټان ولسوالۍ کې پاکستان ته د يو شمېر وسلو د قاچاق مخه نيول شوې ده.