ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې سږ کال څه باندې ۵۶۰ زره ټنه خټکي توليد شوي

په بلخ کې سږ کال څه باندې ۵۶۰ زره ټنه خټکي توليد شوي

author avatar
18 Jul 2022 - 18:02
په بلخ کې سږ کال څه باندې ۵۶۰ زره ټنه خټکي توليد شوي
author avatar
18 Jul 2022 - 18:02

مزارشریف (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په بلخ کې د تېر کال په نسبت سږ کال د خټکیو حاصلاتو کچه لوړه شوې خو بزګران او پلورنکي یې د بازار له نه شتونه شکایت کوي.

د بلخ یو شمېر بزګران او د خټکیو پلورونکي وایي چې سږ کال د تېر کال په پرتله د خټکیو حاصلات ډېر شوي خو بهر ته د نه صادرېدو او د خلکو خراب اقتصادي یې پر کاروبار بد اغېز کړی دی.

دوی زیاتوي چې د دغه ولایت چمتال، چهاربولک، بلخ، شولګر، دهدادي او نهرشاهي ولسوالیو کې شاوخوا لس ډوله (اخنباد، امیري، لوبلایي، ارکاني، غزنيګک، چتري، سوزک، کندهاري او نور…) خټکي کرل کېږي چې سږ کال یې د ټولو ډولونو حاصلات ښه دي.

ملک قوماندان د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ له بزګرانو دی، هغه سږ کال د خپلو خټکیو له حاصلاتو خوښ دی خو وایي چې د خرڅلاو لپاره يې بازار نشته.

هغه وایي: «یو موټر خټکي چې دېرش زره افغانۍ ارزښت لري، خلک یې بازار کې راڅخه په پنځه زره افغانۍ غواړي، حال دا چې یوه بورۍ سره په څلور زره، یو بنډل پلاستیک په شپږ زره او یو ساعت کلبه په دوولس سوه افغانۍ تمامېږي.»

نیازمحمد د چهاربولک ولسوالۍ د شیخک تیمور کلي یو بزګر دی، هغه وایي چې سږ کال د خټکیو حاصل ښه دی او بېلابېل ډول خټکي په دې ولسوالۍ کې کرل شوي خو بازار نه لري.

هغه وایي: «یو غټ مازدا موټر خټکي څلوېښت زره افغانۍ ارزښت لري خو په بازار کې يې بيه لس زره افغانۍ ده.»

نیازمحمد له حکومته غواړي چې په سیمه کې ورته سړې خونې او خټګیو ته یې په ملي او نړۍواله کچه بازار پيدا کړي.

بلخوا د خټکیو یو شمېر پلورونکي هم د بازار له نشتونه شکایت کوي.

د خټکيو يوه پلورونکي انجام‌الدین پژواک ته وويل چې تېر کال دا مهال يې د ورځې ٢٠ موټر خټکي پلورل خو سږ کال پنځه هم نه پلورل کېږي.

انجام‌الدین د خټکیو د بازار نه شتون د صادراتو نشتوالى او د خلکو کمزورى اقتصاد بولي.

بل لور ته حکومتي مسوولين هم وايي چې سږ کال د تېر په پرتله په بلخ کې د خټيکو حاصلات ډېر شوي دي.

د بلخ د کرنې ریاست د پراختیایي چارو عمومي مدیر محمد حسین عظیمي وايي چې تېر کال د دغه ولایت پر شاوخوا ۲۳۰۰۰ هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي وو.

هغه وايي چې هر هکټار له ٢٠ څخه تر ٢٥ ټنه پورې خټکي کوي.

ده وويل چې سږ کال د دغه ولايت په ٢٥ زره هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي دي.

Visits: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.