ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان ولسمشر ويلي، غواړي د افغانستان نجونو او هلکانو ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابره کړي

د پاکستان ولسمشر ويلي، غواړي د افغانستان نجونو او هلکانو ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابره کړي

author avatar
27 Jul 2022 - 01:11
د پاکستان ولسمشر ويلي، غواړي د افغانستان نجونو او هلکانو ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابره کړي
author avatar
27 Jul 2022 - 01:11

اتلانتا (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د پاکستان ولسمشر عارف علوي په افغانستان کې د ښوونځیو نجونو او هلکانو ته د انټرنېټ او یا هم ټلوېزیون له لارې د زده‌کړو زمینې برابرولو وړاندیز کړی دی.

د نوموړي په ټویټرپاڼه کې لیکل شوي چې هغه دا څرګندونې د پاکستاني د دیني عالمانو پلاوي له مشر مفتي تقي عثماني سره کابل ته له روانېدو مخکې په ټیلېفوني کې کړې دي.

یاد پلاوی له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره پرون کابل ته رسېدلی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي چې هېواد یې غواړي افغان نجونو او هلکانو ته د انټرنېټ یا ټلوېزیون له لارې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان د علامه اقبال او پاکستان مجازي پوهنتون له لارې به افغان زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د پاکستان ولسمشر دغه راز ویلي چې د افغانستان د ځانګړو ټولنیزو او اقتصادي نورمونو په نظر کې نیولو سره، د مناسبو او خاصو ترتیباتو له لارې کېدای شي نجونو او ښځو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

په ټویټر کې لیکل شوي د عارف علوي دغه وړاندیز به د مفتي تقي عثماني له خوا په کابل کې د اسلامي امارت له مشرانو سره په لیدنو کې شریک شي.

د پاکستان ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د ټرل کېدو ۳۱۲ ورځې تېرېږي او میلیونونه نجونې لا هم له ثانوي زده‌کړو بې برخې شوې دي.

Visits: 495

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.