پارون (پژواک ۱۷ زمرى ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په نورستان کې له ۵۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وکړه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د دفتر (UNHCR) مشر ویلیم نن (د زمري ۱۷مه) نورستان ولایت ته راغلی او دغلته یي له والي حافظ محمداغا حکیم او د بېځایه شوو کورنیو له استازو سره ولیدل او د هغوى ستونزې يې واورېدې .
ویلیم وویل چې د دوى ادارې دا مهال په دغه ولايت کې د پنځه سوه کورنيو لپاره د غيرخوراکي توکو بستې راوړې او نن يې د وېش لړۍ هم عملاً پيل کړه.
هغه زیاته کړه چې دوى په ياد ولايت کې له څلور زره نورو کورنيو سره د مرستو په موخه سروې پيل کړې ده او د ژمي له رارسېدو مخکې به یې ووېشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن