ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیه کابل کې د یتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره یو کمپلیکس جوړوي

ترکیه کابل کې د یتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره یو کمپلیکس جوړوي

author avatar
12 Aug 2022 - 01:54
ترکیه کابل کې د یتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره یو کمپلیکس جوړوي
author avatar
12 Aug 2022 - 01:54

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱) : د پوهنې وزارت وایي چې ترکیه په کابل کې دیتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره یو کمپلېکس جوړوي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د پوهنې سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د ترکیې د نړیوال خیریه بنسټ (I.H.H) له مرستیال یعوذ، د یاد بنسټ د دیپلوماسي څانګې مسئول ښاغلي عبدالله او د افغانستان لپاره د یاد بنسټ مسئول ښاغلي جنید سره وکتل .

سرچینې زیاته کړې په دې کتنه کې یعوذ لومړی د خپل بنسټ د فعالیتونو په هکله تفصیلي خبرې وکړې او ویې ویل، یاد بنسټ له دېرشو کلونو راهیسې د نړۍ په ۱۳۰ هیوادونو کې خیریه فعالیتونه ترسره کوي.

هغه زیاته کړه، بنسټ یې هوډ لري، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د یو تعلیمي کمپلیکس جوړ کړي، چې د ځینو اداري مرحلو له بشپړېدلو وروسته به ورباندې عملا کار پيل شي.

د یعوذ په خبره ، د هیواد له څلور زره ثبت شویو یتیمو ماشومانو سره هره میاشت ځانګړې مقدار مالي مرسته کوي او په نږدې راتلونکې کې به د ثبت شویو یتیمانو شمیر شل زرو ته ورسوي.

د نوموړي په وینا، یاد بنسټ په افغانستان کې د ښوونځیو دودانیو د جوړولوپه برخه کې هم ځانګړي پلانونه لري.

د پوهنې وزیر د هغوی د بشري او تعلیمي مرستو له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې دپوهنې وزارت به د یاد بنسټ د ثبت او راجسټریشن د اداري مراحلو په بشپړولو او یاد بنسټ ته د هرډول اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې پوره هڅه او هاند کوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.