ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاناډا کې مېشت افغانان: د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پیلېدو لپاره اقدام وکړي

کاناډا کې مېشت افغانان: د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پیلېدو لپاره اقدام وکړي

author avatar
15 Aug 2022 - 04:08
کاناډا کې مېشت افغانان: د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پیلېدو لپاره اقدام وکړي
author avatar
15 Aug 2022 - 04:08

[restrict paid=”true”]

ټورنټو (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۱): د مدني ټولنې او سیاسي فعالانو، افغان جلاوطنو او په نړۍ کې د افغان کډوالو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د دوحې تړون له امله افغانستان د کورني او نړۍوالی مشروعیت له بحران سره شوی دی.

دغه ګډه اعلامیه د زمري په ۲۳مه د کاناډا په ټورنټو ښار کې د یوې اعتراضي غونډې پر مهال خپره شوه.

په اعلامیه کې راغلي : «که څه هم د افغان حکومت د سقوط د عواملو په توګه څو بېلابېل لاملونه یادولای شو، خو په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ مبهم او ناڅرګند تفاهم او پرېکړه‌‌لیک د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د حکومت د سقوط یو جدي عامل ګڼل کېږي.»

سرچینې زیاته کړې، د دې لاملونو او عواملو ترکیب اوس افغانستان یو ځل بیا د کورني او نړۍوال مشروعیت له بحران سره مخ کړی دی. دغه بحران په نهایت کې د هېواد د انزوا او ډیموکراتیکو جوړښتونو ړنګېدو لامل شو او د هېوادوالو ژوند یې له ناورین سره مخ کړ.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې په تېر کال کې هېوادوال له ډېرو اساسي حقونو لکه د زده کړو، سیاسي ګډون، د کار او د سفر له حقونو بې برخې شوي دي.

د سرچینې په وینا، په دې ترڅ کې ښځې او نجونې د دغو محرومیتونو دردونه تر ټولو ډېر ګاللي او د نورو اتباعو په څېر د هغوی ټولنیز، کلتوري او مدني ازادي او حقونه په ښکاره تر پښو لاندې شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «د ازادو رسنیو او بیان ازادي له منځه وړل، د بشري حقونو د فعالیتونو لپاره د مدني فضا نشتوالی، د عدالت او قانون نشتوالی، د عدلي او قضايي بنسټونو بندول، د دولتي جوړښت او درې ګونو قواوو له منځه وړل، د ښځو پر وړاندې سیستماتیک او غیرعادلانه تبعیض او د خلکو پر وړاندې د مسوولیت نشتوالی هغه څه دي چې د دوحې تړون پایله ده او ولس یرغمل شوی دی.»

په اعلامیه کې راغلي، د تېر کال د بشري حقونو د بنسټونو راپورونه او څېړنې ښيي چې د افغانستان خلک یو ځل بیا قرباني شوي؛ ځکه وضعیت د تېرو پنځو لسیزو د جګړو د دوام او ګډوډۍ بڼه لري.

په اعلامیه کې پر نړۍوالو، په ځانګړې توګه پر اسلامي نړۍ نیوکه شوې چې ګواکې د افغانستان په اړه یې چوپتیا غوره کړې ده.

سرچینې زیاته کړې: «موږ باور لرو چې له دغه بحرانه د وتلو او د اغېزناکې او مشروع حکومتولۍ لپاره یو ټولیز اقدام او د نړۍوالو مکلفیتونو او تعهداتو مراعات ته اړتیا ده؛ هغه عمل چې موږ یې غوښتنه کوو، سربېره پر یوې اعلامیې د یوې شېبې سکوت غوره کول د دې ناخوالو د غندلو لپاره دي، له همدې امله د نړۍ مشرانو او سیاستوالو ته په کار ده چې د ښکېلو غاړو ترمنځ د رغنده خبرو عملي پیل لپاره پر طالبانو ډیپلوماټیک فشار او قانوني بندیزونه ولګوي.»

په اعلامیه کې د نړۍ له مشرانو، د سیمې له متحدینو، اسلامي هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتنه شوې چې د سرپرست حکومت پر مشرانو عملي فشار راوړي .

په اعلامیه کې راغلي، د دې وخت رارسېدلی چې د پنځو لسیزو ویجاړوونکې جګړې ته چې د خاورې بنسټ او ټولنیز، کلتوري، اقتصادي او معنوي جوړښت یې ړنګ کړی، د پای ټکی کېښودل شي.

سرچینه زیاتوي چې دا د پای ټکی باید ژر تر ژره د سیمې او نړۍ هېوادونو په همکارۍ د افغانانو ترمنځ د هر اړخیزو خبرو اترو په پیلېدو سره کېښودل شي .

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د حکومت ویاندویانو له دې مخکې ویلي چې په هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی او اقتصادي وضعیت هم ورځ تر بلې په ښه کېدو دی.

[/restrict]

Views: 154

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.