ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې د کرونا د مثبتو پېښو ډېروالي روغتیايي مسوولین اندېښمن کړي

فاریاب کې د کرونا د مثبتو پېښو ډېروالي روغتیايي مسوولین اندېښمن کړي

author avatar
24 Aug 2022 - 16:32
فاریاب کې د کرونا د مثبتو پېښو ډېروالي روغتیايي مسوولین اندېښمن کړي
author avatar
24 Aug 2022 - 16:32

مېمنه (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د فاریاب روغتیايي مسوولین په داسې حال کې چې د کرونا مثبتو پېښو له زیاتوالي خبر ورکوي، د دغه ولایت ځیني اوسېدونکي دا ناروغي جدي نه ګڼي او یو تبلیغ یې بولي.

د فاریاب ولایت د کووېډ-۱۹ روغتون رییس ډاکتر محمدزمان اعظمي، په داسې حال کې چې د دغه روغتون د کارکوونکو د کمېدو او د فعالیت له محدودېدو اندېښمن دی خو وایي، په دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي او هره ورځ د دغې ناروغۍ له ۱۰ تر ۱۵ مثبتې پېښې ثبتېږي.

اعظمي وویل، د جمهوریت پر مهال د ولایت کووېډ-۱۹ روغتون ۴۰ بستریز و او ۱۶۰ کارکوونکي یې درلودل؛ په ۱۳ ولسوالیو کې د واکسین دوه کسیز ټیمونه ګومارل شوي وو او یو تشخصیه مرکز په اندخوی ولسوالۍ کې شتون درلود؛ خو له بدلون وروسته، د کووېډ-۱۹ روغتون فعالیت ودرېد؛ په ولسوالیو کې د واکسین ټیمونه لغوه شول او د اندخوی تشخصیه مرکز هم غېرفعال شو.

هغه زیاته کړه، د کووېډ-۱۹ ولایتي روغتون له ۱۱ میاشتني ځنډ او د تمویلوونکي د نشتوالي له امله، یوه میاشت مخکې د ۱۰ بسترونو او ۲۷ کارکوونکو په لرلو بېرته فعالیت پیل کړ؛ خو ویل کېږي چې د یاد روغتون د بسترونو شمېر پنځو ته راکمېږي.

هغه خلکو ته ډاد ورکړ او ویې ویل، دغه روغتون له ټولو اړخونو مجهز دی؛ ماشین، اکسیجن او روغتیایي پرسونل شته دي؛ خو مالي ملاتړ او د روغتنون د ظرفیت لوړوالي جدي اړتیا ده چې نړۍوالي موسسې باید همکاري وکړي.

په ورته مهال، د فاریاب عامې روغتیا د کووېډ-۱۹ تشخصیه مرکز غړي محبت‌الله وویل، خلک د کرونا پر وړاندې بې‌غوره او بې‌باوره دي؛ اوس هم دغه خطرناکه ناروغي اوازه ګڼي؛ په داسې حال کې چې د کرونا په لومړۍ او دویمه څپه کې د ډېری کسانو د مړينې شاهدان دي.

نوموي وویل، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کرونایي ناروغانو شمېر بېرته ډېر شوی؛ د ورځې په دغه مرکز کې له ۴۰ تر ۵۰ نمونې معاینه کېږي چې د شاوخوا ۱۵ پایله مثبته وي.

هغه زیاته کړه، کله چې د کرونا ټسټ مثبت تشخیص شي؛ موظف ټیم د دغه کس کور ته ورځي او د کورنۍ له نورو غړو هم سمپلونه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکي دغه ناروغي جدي نه بولي.

د میمنې ښار اوسېدونکي فېروز بشاش وویل، باور لري چې کرونا د نورو ساري نارغیو په شان اوس هم په ټولنه کې شته؛ خو دومره خطرناکه نه ده څومره چې تبلیغ یې کېږي او خلک په وېره کې اچوي.

هغه زیاته کړه، په لومړیو کې چې کله کرونا ویروس راڅرګند شو، ډېرو ناوړه استفاده کوونکو کمپنیو او مافیایي کړیو منفي تبلیغات پیل کړل، څو طبي تولیدات او محصولات یې وپلورل شي.

هغه زیاته کړه: «د کرونا د لومړۍ څپې پر مهال په ټوله جامعه کې وحشت خپور و؛ ښارونه او بازارونه تړل شوي وو او د میکروب ضد مواد پاشل کېدل؛ د غونډو جوړولو مخنیوی وشو؛ مړي به دوو یا درېیو کسانو په بې عزتۍ سره ښخول؛ خپلوان یو له بله لرې او ترمنځ یې واټن ایجاد شو، له کرونا سره د مبارزې په نوم ډېری حکومتي مسوولینو په لویه کچه پیسې غلا کولې؛ په داسې حال کې چې اوس هم کرونا شته، نه ماسک، نه واټن او نه هم حفظ الصحې مطرح دي.»

په میمنه ښار کې یو هټۍیوال عبدالرسول وايي، اصلاْ پر کرونا باور نه لري، کله چې دغه ناروغي تازه خپره شوې وه، له ماسک یې استفاده ونه کړه، پر خدای یې توکل وکړ چې د ژوند او مرګ ورکونکی دی.

هغه زیاته کړه، کله چې کرونا راغله بازارونه یې وتړل، خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده؛ له حکومتي کارکوونکو پرته نور کم خلک لیدل کېدل چې ماسک او دستکش ولري.

د میمنې ښار بل اوسېدونکي انجنیر احمدخالد طنین وايي، ده او د کورنۍ ټول غړي یې یو ځل کرونا نیولي؛ خو پر دغې ناروغۍ اخته کسانو د مړه کېدو په اړه د رسنیو د پراخو تبلیغاتو خلاف یې ځانونه قرنطین کړل، خپله روحیه او د بدن معافیت یې لوړ کړ څو کرونا پرې اغېز ونه کړي.

نوموړی وايي، هغه او کورنۍ یې د کرونا واکسین لګولي او بې ګټې نه دي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.