ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیت شورا هرات کې وروستۍ چاودنې ته غبرګون ښودلی

امنیت شورا هرات کې وروستۍ چاودنې ته غبرګون ښودلی

author avatar
5 Sep 2022 - 01:48
امنیت شورا هرات کې وروستۍ چاودنې ته غبرګون ښودلی
author avatar
5 Sep 2022 - 01:48

اټلانټا (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو امنیت شورا هرات کې وروستی چاودنه غندلې او ویلي یې دي، هر ډول ترهګریز عمل، پرته له دې چې انګېزې ته یې وکتل شي، په هر ځای، هر مهال او د هر چا له خوا چې ترسره کېږي، جرم دی او د توجیه وړ نه دی.

د تېرې جمعې د لمانځه پر مهال د هرات ښار د ګازرګاه جومات په دروازه کې د یوه چاودنې په پایله کې د دغه جومات ملا امام او مشهور دیني عالم مولوي مجیب‌الرحمن انصاري له ۱۸ نورو کسانو سره ووژل شو او لسګونه نور کسان ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وږي په ۱۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دې چاودنې د غندنې ترڅنګ ټینګار کړی چې د ترهګرۍ هر ډول عمل، پرته له دې چې انګېزې ته یې وکتل شي، په هر ځای، هر مهال او د هر چا له خوا چې ترسره کېږي، “جرم دی او د توجیه وړ نه دی.”

سرچینې زیاته کړې: «د امنیت شورا غړي د ملګرو ملتونو منشور او نړۍوالو اصولو په چوکاټ کې له نورو مکلفیتونو سره سم، د نړۍوال بشري قانون، د کډوالو نړۍوال قانون او د نړۍوال بشردوستانه قانون په ګډون د نړۍ امنیت او سولې ته د متوجه ګواښونو پر وړاندې د ټولو هېوادونو له خوا د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو دغه راز ویلي چې د هرات جومات برید د هغو بریدونو دوام دی چې په افغانستان کې په جوماتونو، قومي او مذهبي لږکیو باندې تر سره شوي چې د دوی په وینا، د ځینو مسوولیت یې د داعش ـ خراسان څانګې منلی دی.

د یادې شورا د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې په تېره اګسټ میاشت کې د ماشومانو په ګډون ۲۵۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

امنیت شورا د یادو بریدونو د عاملینو پر نیولو او محاکمې ته د هغوی پر سپارولو ټینګار کړی دی.

دغې شورا همدارنګه له ټولو هیوادونو غوښتي چې د نړۍوالو قوانینو او امنیت شورا پرېکړه لیک له مخې له اړوند چارواکو سره د کړو ژمنو له مخې همکاري وکړي.

Visits: 92

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.