اټلانټا (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد پورونه له ۵۰ زره میلیارد کلدارو اوښتي دي.
د پاکستان جیو ټلوېزیون د مرکزي بانک معلوماتو پر اساس خبر ورکړی چې د پورونو کچه ۵۰ زره او ۵۰۳ میلیارد کلدارو ته رسېدلې ده.
سرچینې زیاته کړې، په تېر یوه کال کې د پاکستان په پورونو کې ۲۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان ملي بانک ویلي چې حکومت ۳۱ زره میلیارد داخلي پورونه اخیستي او پاتې نور یې له بهرنیو هېوادونو او نړۍوالو مالیاتي ادارو ترلاسه کړي دي.
په راپور کې راغلي، حکومت له نړۍوالو ادارو او هېوادونو ۱۹ زره میلیارده ډالر پوروړی دی او په تېر یوه کال کې ۴۹ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
د یادونې ده، په پاکستان کې د سیاسي بېثباتۍ له امله د دغه هېواد اقتصاد ورځ تر بلې خراب او د کلدارو ارزښت هم ټیټ شوی دی؛ پرون د پاکستان په بازارونو کې یو ډالر په ۲۳۱ کلدارو بدلېده.
بلخوا ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د یوه کس ورځنی عاید تر پنځو ډالرو هم کم شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









