ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج او اوقافو وزارت سږني حاجیانو ته د ۵۱۵ ډالرو د بېرته ورکولو لړۍ پيل کړه

د حج او اوقافو وزارت سږني حاجیانو ته د ۵۱۵ ډالرو د بېرته ورکولو لړۍ پيل کړه

author avatar
10 Sep 2022 - 16:34
د حج او اوقافو وزارت سږني حاجیانو ته د ۵۱۵ ډالرو د بېرته ورکولو لړۍ پيل کړه
author avatar
10 Sep 2022 - 16:34

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د حج او اوقافو وزارت وایي، سږ کال د حاجیانو له لګښته څه باندې ۶ میلیون ډالر پاتې دي چې دوى يې د بېرته ورکولو لړۍ نن پيل کړه.

په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب وویل، سږ کال چې کوم کسان حج ته تللي وو، له تحویل کړو پېسو څخه يې يو څه پاتې دي چې دوى يې بېرته ورکوي.

هغه زیاته کړه، سږ کال له هر حاجي څخه ٤١٣٠ ډالره اخیستل شوي وو چې ٣٦١٤ ډالره لګول شوي او ٥١٥ ډالر يې بېرته ورکول کېږي.

نوموړي وویل: «سږ کال افغانستان ته ۱۳۵۸۲ کسانو سهمیه ورکړل شوې وه چې له دوی ټولو څخه ٥٣٥٧٣٥٤٧ ډالر راټول شوي وو چې له دې جملې ٤٦٩٢٧٩١٥ ډالره مصرف شوي دي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.