ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا اعتراف وکړ چې تېر کال یې افغانستان کې ۱۲ ملکیان وژلي

امریکا اعتراف وکړ چې تېر کال یې افغانستان کې ۱۲ ملکیان وژلي

author avatar
28 Sep 2022 - 08:27
امریکا اعتراف وکړ چې تېر کال یې افغانستان کې ۱۲ ملکیان وژلي
author avatar
28 Sep 2022 - 08:27

اټلانټا (پژواک، ۶ تله ۱۴۱۰): د امریکا دفاع وزارت په یوه راپور کې اعتراف کړی چې تېر کال یې په افغانستان کې ۱۲ ملکي وګړي وژلي دي.

د سي‌ان‌ان د خبر له مخې، د دفاع وزارت (پنټاګان) د تلې په ۶مه، په یوه راپور کې ویلي چې ځواکونو یې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال په افغانستان کې د نظامي عملیاتو پر مهال ۱۲ ملکيان وژلي او پنځه نور يې ژوبل کړي دي.

له دې مخکې، د امریکا دفاع وزارت یوازې پر دې اعتراف کړی و چې په کابل کې د یوه بې‌پیلوټه هوایي برید پرمهال د یوې کورنۍ لس کسان وژلي وو.

یاد برید تېر کال د اګست په ۲۹مه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر بشپړ وتلو یوه ورځ مخکې پر یوه شکمن موټر شوی و.

د امریکا دفاع وزارت دغه‌راز ویلي چې تېر کال د جنورۍ په اتمه یو ملکي وګړی په هرات او بل د همدغه کال په اګست میاشت کې په کندهار کې د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي وو.

سرچینې زیاته کړې چې تېر کال د جنورۍ په ۱۸مه، په کندهار کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید پرمهال دوه ملکي وګړي ټپیان شوي وو.

خو د امریکا دفاع وزارت ویلي چې پر کابل هوایي برید کې د دوی ځواکونو له قانونه سرغړونه نه وه کړې، ځکه کومه سزا یې هم نه ده ورکړې.

د امریکا کانګرس له ۲۰۱۸ کال راهیسې د دغه هېواد دفاع وزارت اړ کړی څو هغوی ته خپل کلنی راپور وړاندې کړي او د هغو ملکيانو په اړه معلومات ورکړي چې د امریکا د عملیاتو له امله د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مړه او یا هم ټپيان کېږي؛ خو د دغه راپور ځینې برخې پټې وي.

Visits: 212

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.