ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د کرومایټ ډبرو یوه کان کې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

زابل کې د کرومایټ ډبرو یوه کان کې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
28 Sep 2022 - 11:49
زابل کې د کرومایټ ډبرو یوه کان کې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
28 Sep 2022 - 11:49

کلات (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د زابل ولایت په ښار صفا ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو یوه کان کې د ډبرو ښویېدو له امله دوه کان کیندونکي مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په کدو سیمه کې شوې ده.

د زابل امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د ښار صفا ولسوالۍ اړوند په کدو سیمه کې د کرومایټ ډبرو په یوه کان کې غر ښویېدلی چې له امله یې دوه کان کیندونکي مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړه، کان کیندونکي په دغه کان کې په کار بوخت وو چې دا پېښه شوې ده.

د ښار صفا ولسوال مولوي نذیراحمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ د کرومایټ ډبرو په یوه کان کې هغه مهال دوه کارګر مړه او بل ټپي شو چې ناڅاپه غر وښویېد.

هغه زیاته کړه، ټپي کس روغتون ته وړل شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

دی وايي، په یاد کان کې شاوخوا ۱۰ کسانو کار کاوه او پېښه د هغوی د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.

Visits: 210

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.