ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چک جمهوریت: له ژمي مخکې افغانستان ته بشري مرستې لیږو

چک جمهوریت: له ژمي مخکې افغانستان ته بشري مرستې لیږو

author avatar
30 Sep 2022 - 06:24
چک جمهوریت: له ژمي مخکې افغانستان ته بشري مرستې لیږو
author avatar
30 Sep 2022 - 06:24

اټلانټا (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۱): د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ژمنه وکړه، چې د ژمي له راتګ مخکې به افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

د چیک په پلازمینه پراګ کې د افغانستان پخواني جمهوري نظام سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغان سفیر شهزاده اریوبي په مشرۍ د اسیایي سفیرانو ګروپ د چیک د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک لیبریکي سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان سفیر په دې لیدنه کې د اسیا په اړه د چیک جمهوریت د تګلارې او دا چې دغه هېواد له اسیایي هېوادونو سره په کومو برخو کې همکاري کولی شي، خبرې وکړې.

د هغه په وینا، د اسیایي هېوادونو لپاره په اقتصادي برخه کې چیک جمهوریت ډیر مهم رول لوبولی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سفیر اریوبي د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د وروستیو حالاتو او په ځانګړې توګه د بشري وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د چیک د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک لیبریکي په دې ناسته کې چې اسیایي هېوادونو په اقتصادي او سیاسي پرمختګونو کې مهم رول لوبوي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې د اسیایي هيوادونو لپاره نوې تګلاره جوړه کړې چې له مخې یې غواړي له دغو هېوادونو خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې کړي.

نوموړي وویل چې افغانستان یې له یاده نه ویستلی او له ژمي مخکې به یې هېواد بشری مرستې ولیږي.

 

Visits: 190

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.