کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): د کابل والي مولوي ندامحمد ندیم په کابل کې ښوونکو ته د هغوی د ستونزو د هواري ډاډ ورکولو ترڅنګ وايي چې د عصري علومو زدهکړه د ټولنې اړتيا ده.
هغه نن (شنبه) په کابل کې یوې غونډې ته - چې شاوخوا زر ښوونکو او د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو په کې ګډون کړی و - وویل، عصري علوم د ټولنې اړتیا ده؛ ځکه یو هېواد اړتیا لري چې ډاکټر ولري، پیلوټ ولري او د دې لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل ضرور دي.
دی وایي: «یو هېواد چې خپلواک وي او د پولو ساتنې لپاره د دښمن یرغل ته ځواب وایي، نو د دغه ځواب ویلو لپاره د اسبابو جوړل په کار دي چې دا کار په عصري علومو کېږي او دا وخت د فرض کفايي اجر لري.»
مولوي ندیم زیاته کړه، هغه علوم چې د الله(ج) خپل بندهګان په څه شي مکلف کړي، د هغه اړوند علم حاصلول فرض دي؛ لکه روژې نيول یا د لمونځ کول دي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره اونۍ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي یوې غونډې ته وویل چې عصري زدهکړې فرض دي، خو د امر بالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي هغه مباح وبللې.
دغهراز د کابل والي زیاتوي: «اسلامي امارت په خپل راتګ سره عمومي عفوې کړې، د شر اراده نه لري، تفرقه نه غواړي او د طالب او د مکتب د شاګرد ترمنځ تفرقه نه غواړي.»
ده له ښوونکو وغوښتل چې د هېواد د بچیانو روزنه په اخلاص سره وکړي او اسلامي امارت دې هم زدهکوونکو ته په واقعي بڼه تشریح کړي او حکومت به د دوی په کلکه ملاتړ کوي.
هغه په ټینګار وویل چې د ښوونکو ستونزو ته به رسېدنه کوي.
د کابل ښار د پوهنې رییس مولوي احسانالله خطاب وویل چې په کابل ښار کې تر یو نیم ميلیون زدهکوونکي دي او هر کال تر ۵۰ زرو زدهکوونکي فارغېږي، خو هغه امکانات په لاس نه دي ورکول شوي چې څومره اړتیا ده.
دی وایي: «کابل ښار کې مخکې ۱۲۴ کرایه مکتوبونه وو چې د میاشتې ۸۰ میلیونه يې کرايه کېده، خو یوه پلاوي د دغو ښوونځیو ارزونه وکړه او هغه ودانۍ چې ضرورت ورته نه و، له کرایه ورکولو وباسلې، نو له همدې امله له دغه مدرکه د مياشتې له ۳۴ میلیونو ډېرې پیسې بچت شوې دي.»
هغه زیاته کړه، په نږدې دوه درې میاشتو کې به د دولسم ټولګیو د زدهکوونکو د شهادتنامو ورکړې پروسه بشپړه شي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې پاتې دي.
د کابل ښار د ښوونکو په استازیتوب محمدعمر ستانکزي د کابل له والي وغوښتل چې د کابل ښار ښوونکو ته د حقالزحمې او د کورونو جوړولو لپاره د نومرو ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.
دی وایي، په ښوونځيو کې د ښوونکو او تخنیکي وسایلو کمښت ستونزې دې حل شي، دغهراز د ښوونکو د اقتصادي ستونزو رفعه کېدلو لپاره دې له اړمن ښوونکو سره مرسته وشي.
هغه زیاته کړه، پخوا د ښوونکو د لسانس زدهکړو په بشپړولو سره دوه زره افغانۍ تنخوا ډېرېده، خو اوس دا زر افغانۍ شوي چې پر وینا یې باید بېرته دوه زره افغانۍ شي.
یوه بل ښوونکي عزتالله حنفي وویل چې د ښوونکو تنخوا دې زیاتې کړای شي، ځکه اوس لګښتونه لوړ دي او اړتیاوې یې نه پوره کېږي.
دی وایي، په ټولو ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو کمښت له امله د تدریس چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










