ژبه

د احصایې ملي اداره: تر دې وروسته برېښنایي پېژندپاڼې به د احصایې او معلوماتو ادارې په نوم چاپېږي

توسط هجرت الله کاکړ

اکتوبر 25, 2022 - 5:01 pm

Views: 87

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د احصايې او معلوماتو اداره وایي، تر دې وروسته به په برېښنایي پېژندپاڼو کې د کورنیو چارو وزارت د نوم پر ځای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نوم ليکل کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست فقیر محمد یار نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې تر دې وروسته به په نوې برېښنایي پېژندپاڼې کې د کورنیو چارو وزارت د نوم پرځای د یادې ادارې نوم وليکل شي.

هغه زیاته کړه: «نويو تذکرو کې کوم تغیر نه دی راغلی، صرف یو نوښت په کې راغلی دی او د کورنیو چارو وزارت پر ځای د احصایې ملي ادارې نوم ور اضافه شوى دی.»

په یاده غونډه کې د مالیې وزارت، د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو  ادارې ترمنځ د عوایدو برېښنايي کېدو هوکړه‌لیک هم لاسلیک شو.

د احصایې ملي ادارې سرپرست دغه‌راز وویل چې تر دې وروسته به ټول عواید د بانک له لارې راټولېږي ترڅو د فساد مخه ونیول شي او ترڅنګ يې په منظم ډول راټول شي.

هغه دا هم وویل چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۸،۲ میلیونه برېښنایي تذکرې خلکو ته وېشل شوې دي.

په یاده غونډه کې د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري وویل، دغه وزارت په ټول توان هڅه کوي چې خپلې ټولې چارې برېښنایي کړي او په دې برخه کې ډېر پرمختګونه هم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، له دې درې اړخیز تړون سره به په عوایدو کې روڼتیا رامنځته شي، په ادارو کې به د وخت د ضایع کېدو مخه ونیول شي او ترڅنګ به یې خلکو ته اسانتیاوې هم برابرې شي.

بدري وویل، نن د احصایې ملي ادارې سیستم برېښنایي شو او د هغو نورو ادارو د عوایدو سیستم به هم برېښنایي شي چې تر اوسه پاتې دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د افغانستان بانک د تادیاتو امر اسدالله مشفق وویل چې دغه بانک به د عوايدو د برېښنايي کېدو په برخه کې خلکو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.