ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: افغانستان د فلسطین له داعیې ملاتړ کوي

مجاهد: افغانستان د فلسطین له داعیې ملاتړ کوي

author avatar
26 Oct 2022 - 03:01
مجاهد: افغانستان د فلسطین له داعیې ملاتړ کوي
author avatar
26 Oct 2022 - 03:01

اټلانټا (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې هېواد یې د فلسطین له داعیې ملاتړ کوي.

نوموړي تېره شپه ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ترکیې ته د سفر پر مهال یې هلته د فلسطین هېواد د حماس ګوند د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو د فلسطین او افغانستان په وضعیت خبرې وکړې.

د اسلامي امارت ویاند وایي، افغان استازو د فلسطین او اقصی قضیه د ټول امت ستونزه وبلله او د فلسطینیانو له داعیې یې ملاتړ وکړ.
د یادونې ده، ذبیح الله مجاهد د علماوو په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.