اټلانټا (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت له خوا د لړم په ۱۶مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د مصر په شرمالشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د ۲۷مې سرمشريزې جوړېدل نړۍ ته د ورپېښو اقليمي ننګونو لپاره د حل لارو را ایستلو پر لور لومړنی ګام بولي.
سرچینې زیاته کړې، اسلامي امارت باور لري چې ګډې ننګونې له تفاهم او ګډ کار پرته نه شي هوارېدای.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لکه څرنګه چې د اقليمي بدلون اغېزې سياسي سرحدونه نه پېژني، حللارې يې هم بايد له سياسي ملحوظاتو بېلې وي او د افغانستان په څېر هغه هېوادونه له پامه ونه غورځول شي چې د اقليم په بدلون کې يې هیڅ منفي ونډه نه ده لرلې، خو له ناوړو اغېزو سره يې لاس او ګرېوان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغېزو له امله تر دوه ميليارد ډالرو ډېر زيان اوښتی دی.
سرچینه وایي، د دغه زيان جبران، د نورو احتمالي زيانونو کمول او له ګواښ سره مخ ټولنو مقاومت لوړول په هېواد کې د اقتصادي ثبات تر راتلو د نړۍوالې ټولنې داسې پرمختيايي مرستې ته اړتيا لري چې زموږ د ملي لومړيتوبونو په رڼا کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د COP27 غړو هېوادونو کنفرانس د مصر په شرمالشیخ ښار کې پرانیستل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










